لوبی
پاکستان په نړیوال ۲۰ آوریز جام کې درېیمه بریا هم خپله کړه
پاکستان د جمعې پر شپه د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د آی سي سي د نرینه وو د ۲۰ آوریز نړیوال جام په ۱۲ پړاو سیالۍ کې له افغانستان سره لوبه وکړه او پر ۵ ویکټو یې وګټله.
آصف علي په نړیوال ۲۰ آوریز جام کې زړه راکښونکې لوبه تر سره او د څلور شپږیزو پر وهلو یې د افغانستان د لوبډلې لخوا ټاکلي ۱۴۸ هدف ته خان ورساوه او د ۵ ویکټو پر توپیر پاکستان لوبډلې درېیمه بریا خپله کړه.
په دې توګه افغانستان سکاټلینډ ته له ماتې ورکولو وروسته په روان ټورنمنټ کې لومړۍ ماتې وخوړه.
د افغانستان کرکټ ستوری او ګړندي بالر راشد خان له پاکستان سره په دې لوبه کې د ۲۰ آوریزو لوبو د ۱۰۰ ویکټو د پوره کولو له ویاړه برخمن شو.
راشد خان دغه ویاړ هغه مهال خپل کړ، چې په خپله ۵۳ شل آوریزه لوبه کې یې د پاکستان له محمد حفیظ وېکټه واخیسته او له دې سره راشد خان د څلورم ګړندي بالر په توګه د شل آوریزو لوبو ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کړې.