لوبی

پاکستان په وروستي آوور کې له افغانستان څخه دغه زړه راکښونکې لوبه وګټله

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۷, ۱۴۰۱)

تېره شپه په شارجه کې لسم نمبرلرونکي نسیم شاه د وروستي آوور پر لومړیو دوه بالونو دوه شپږیزې ووهلې او پاکستان د افغانستان پر وړاندې د آسیا جام د سیالیو زړه راکښونکې بریا خپله کړه.

نن (پنجشنبه د وږي اووه لسمه) د کابل پر وخت شپږ بجې د افغانستان د کرکت ملي لوبډله په عربي متحده اماراتو کې له هند سره لوبه کوي.

په پرونۍ لوبه کې بابر اعظم پچه وګټله او محمد نبي ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، افغان توپ وهونکیو لوبه ښه پېل کړه؛ خو پرلپسې ویکتې یې له لاسه ورکړې.

افغانستان په دې زړه راکښونکې لوبه کې پاکستان لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه؛ خو په وروستي آوور کې پاکستان پر یو ویکت بریا خپله کړه.

د پاکستان مخکښ توپ وهونکی بابر اعظم د فضل حق فاروقي له لوري په صفر وسوځول شو، چې وروسته لوبه جالبه او آن وروستي آوور ته ورسېده او د نسیم شاه پر دوه شپږیزو پاکستان لوبه وګټله.

افغان لوبډلې که څه هم په بدقسمتۍ ماتې ومنله؛ خو ثابته یې کړه، چې له نړۍ سره لوبېدلی شي.

له دې مخکې په ګروپي لوبو کې افغانستان خپلو سیالانو سریلانکا او بنګلدیش ته ماتې ورکړې دي.

د افغانستان له دې ماتې سره پاکستان او سریلانکا د آسیا جام  پایلوبې ته لار وموندله، چې راتلونکې یکشنبه به ترسره شي.

افغانستان په دې لوبه کې هڅه وکړه، چې د ویکتو پر تر لاسه کولو پاکستان له لوبې بهر کړي او بریالی شو، چې افتخار او شاداب ناهیلي کړي؛ نواز او آصف علي بې پایلې پاتې شي، ځکه دوی د افغانستان بریالیتوب احساس کړ.

فضل حق فاروقي پر دوه توپونو دوه شپږیزې ووهلې؛ خو پرله پسې شپږیزو د پاکستان بریا یقیني کړه او په دې توګه په اړوند سیالیو کې یې د هند او افغانستان د نننۍ لوبې زیری نور هم ډاډمن کړ.

پاکستان به خپله بله لوبه د جمعې پر ورځ د وږي پر ۱۸/ د سپتمبر نهمه له سریلانکا سره تر سره کوي.

دواړه هېوادونه په دوه یم پړاو کې دوه دوه بریاوې لري.

د ۲۰۲۲ کال آسیا کرکت جام وروستۍ لوبه به د یکشنبې پر ورځ ترسره شي.

د یادونې ده، چې افغانستان به نن د آسیا جام خپله وروستۍ لوبه د هندوستان پر وړاندې به دوبۍ لوبغالي کې ترسره کړي.

Trending

Exit mobile version