تازه خبرونه
پاکستان په کابل او کوېټه کې د پښتنو او بلوڅانو پوهان وژني
د بلوچستان د آزادۍ د ننګیالیو یو مشر حربیار مري وایي؛ په کابل او کوېټه کې له بریدونوڅخه د پاکستان هدف دا دی، چې د پښتنو او بلوڅانو لوستي یا تعلیم لرونکي شخصیتونه له منځه وېسي.
په لندن کې له همګام نیوز سره په خبرو کې ښاغلي مري ویلي، چې په کابل کې پر افغان – امریایي پوهنتون او په کوېټه کې پر ملکي روغتون بریدد بنګالیانو د نسل وژنې په څېر ده، چې پاکستان په هغه وخت کې کوله او اوس یې بیا تکراروي.
مري زیاته کړې؛ پاکستان د خپلو ترهګرو ډلو په لاس د پښتون او بلوڅ قوم پوهان وژني او غواړي، چې په دې توګه ټولنیز سیستمونه دړې وړې کړي.
هغه په ډاګه کړې، چې یو ځل پاکستان د کوېټې پر ملکي روغتون په بریدکې د پښتنو او بلوڅو دواړو قومونو پوه خلک ووژل او بیا یېپه کابل کې پر امریکایي پوهنتون په برید کې ځوپوهان ووژل.
ښاغلي مري وویل، چې پاکستان بېرته بیا همدغه د پښتنو او بلوڅانو مړي اخلي او له نړیوالو څخه پرې د ترهګرۍ د قربانیانو په توګه پیسې او وسلې ترلاسه کوي، چې بیا هم پرې د بلوڅستان د آزادۍ ننګیالي وژني.