روغتيا
پاکستان په کابل کې د سترګو ۲۵۳ عملیات وړیا کړي
پاکستاني رسنیو څرګنده کړې، چې د افغانستان او پاکستان د همکارۍ کاري ډلې د پاکستان د الخدمت بنسټ پر همکارۍ په کابل کې د ۲۵۳ ناروغو افغانانو د سترګو وړیا عملیات ترسره کړي دي.
دغه عملیات د چنګاښ میاشتې له اوومې څخه تر څوارلسمې پورې د سترګو په نور روغتون کې بریالي ترسره شوي دي.
د دغه روغتون د بېړنیو کتنو په څانګه کې د ۴۵۰۰ ناروغو افغانانو درملنه شوې ده.
د افغانستان حکومت او خلکو د کابل په نور روغتون کې د پاکستان-افغانستان د همکارۍ له کاري ډلې او د پاکستان الخدمت بنسټ له کار ستاینه کړې ده.