تازه خبرونه

پاکستان په کوېټه کې د مدرسې سل افغان طالبان نیولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د لومړي ځل لپاره پاکستان ادعا وکړه، چې د افغان طالبانو په مرکز کوېټه کې یې د یوې مدرسې سلافغان طالبان نیولي دي.

د پاکستان دان ورځپاڼې د راپور له مخې، دا کسان د کوېټې په ختیځ کې د بای پاس له اړوند سیمې نیول شوي.

دان په ډاګه کړې، نیول شویو طالبانو په یوه ناراجستر شوې مدرسه کې درس وایه.

د دان ورځپاڼې له راپور سره سم نیول شوي افغانان د پوښتنو – ګروېږنو لپاره د پولیسو بېلابېلو امنیتي مرکزونو ته یووړل شوي.

ویل شوي، چې امنیتي ځواکونو په مدرسه کې مشکوک کتابونه او تبلیغاتي مواد هم موندلي دي.

امنیتي چارواکو ویلي، چې نیول شوي کسان به افغانستان ته ولېږل شي.

Trending

Exit mobile version