سیمه ییز خبرونه

پاکستان په ګوشته ولسوالۍ کې د يوې بلې نوې دروازې جوړول هم پېل كړي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

پاكستان د ډيورنډ كرښې په اوږدو كې د ننګرهار په ګوشته ولسوالې كې نوې دروازه جوړه كړې ده. په ننګرهار كې ځينې سرچينې وايي، دا دروازه د پخوانۍ دروازې په ۲۰۰ مترۍ كې جوړه شوې ده.

د ډيورنډ كرښه، چې افغانستان په ختيځ او سويل كې له پاكستان سره نښلوي د دواړو هېوادونو تر منځ كړكېچنه پوله ګڼل كېږي.

پاكستان تل په دې سيمه كې ستونزې رامنځ ته كړې دي.

د كابل له همغږی پرته د پوځي تاسيساتو او دروازو جوړول د دې لامل شول، چې افغان حكومت د خبردارۍ تركچې غبرګون وښيي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د ډيورنډ پركرښه د درول شوې دروازې په ليرې كولو كې به هېڅ لاره ونه سپموي.

په همدې وخت كې په ننګرهار كې محلي سرچينو ويلي، چې پاكستان له دې سره سره، چې پخوانۍ دروازه يې نه ده ليرې كړې د يوې بلې نوې دروازې جوړول يې هم پېل كړي دي.

خو د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په دې سيمه كې د نوې دروازې د جوړېدو په اړه ناخبري ښيي.

د ډيورنډ كرښې په اوږدو كې د دروازې جوړولو په غبرګون كې د ننګرهار خلكو هم لاريون وكړ او له افغانستان او پاكستان څخه يې وغوښتل، چې دا ستونزه حل كړي.

په همدې وخت كې د كورنيو چارو وزارت يوځل بيا له پاكستان وغوښتل، چې له دا ډول كړنو لاس واخلي.

دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان او پاكستان ترمنځ ګډه پوله د ترهګرو او نشه يي توكو د قاچاق وړونكو د تګ راتګ لويه لاره ګڼل كېږي، هغه ترهګر، چې وېل كېږي په پاكستان كې خوندي پټنځايونه لري.

Trending

Exit mobile version