تازه خبرونه

پاکستان پوهیدلی چې طالبان د دوی لپاره ګواښ دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 امریکايي سرچینې وايي چې پاکستان د چین په رغبت د افغانستان د سولې له بهیره جدي ملاتړ پیل کړی دی. 

دوه پخواني امریکايي چارواکي چې په افغانستان کې د واشنګټن د پالیسیو د عملي کولو مهم غړي بلل کیږي، وايي چې پاکستان اوس په دې پوهیدلی چې طالبان د پاکستان د امنیت لپاره هم د یوه ګواښ په توګه مطرح دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی استاری جیمزدابنز او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قومندان سلاکار ملکاسي ین د فارن اپیرز په مجله کې هیله مندي ښودلې چې کابل، اسلام آباد او وسلوال طالبان سولې ته لیواله شوي دي.

د جیمز دابنز او کارتر ملکاسین د لیکنې یوه برخه:

  په تیرو څو میاشتو کې افغانستان، پاکستان، او افغاني طالبانو د سولې لپاره د پآم وړ ګامونه اوچت کړی دي.

د دوی په باور افغان ولسمشر اشرف غني سوله د کار په لومړیتوبونو کې شامله کړې او پاکستان او چین هم لیواله دي چې د سولې دغه خبرې ډير ژر پیل شي.

د دوی په باور طالبانو هم سولې ته میلان ښودلی دی او ایی چې داځل  د سولې په خبرو کې د بریا چانس زیات دی.

د جیمز دابنز او کارتر ملکاسین د لیکنې یوه برخه :

“له دوه زره دویم میلادی کال راپدیخوا پاکستان طالبانو ته ځای ورکړی و، چې په افغانستان کې یې ګټې خوندي کړي، خو اوس داسې بريښي چې دغه وضعیت بدلون کړی دی. د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په خبره پاکستان له فبرورۍ څخه له طالبانو سره خبرو بوخت دی او د سولې خبرو ته یې هڅوي.”

دغو دوو پخوانیو امریکايي چارواکو واشنګټن ته ویلي چې په افغانستان کې خپل سرتیري تر دوه زره اوولسم کال پورې او یا هم تر هغه وروسته هم وساتي.

دوی ویلي چې د سولې له پروګرام پرته له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتل به پاکستان ته هم زیان پیښ کړي. 

Trending

Exit mobile version