تازه خبرونه

پاکستان ژمنه کړې چې له ترهګرو سره به مبارزه شدیده کړي – رحیمي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

اجراییه ریاست د پاکستان د لومړي وزیر د ژمنو په وړاندې محتاطانه خوشبیني ښیي.

د دغه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي وایي، د پاکستان لومړي وزیر له اجرایي رییس عبدالله عبدالله سره ژمنه کړې چې هېواد به یې له ترهګرو سره مبارزه شدیده کړي.

دغه بنسټ وایی، افغانستان له پاکستان سره کړې ژمنې ټولې عملي کړي؛ خو پاکستان داسې نه دي کړي.

نوازشریف او نور پاکستاني چارواکي د سپیدار ماڼۍ ته راغلي چې له اجرایی رییس عبدالله عبدالله سره وګوري.

دوی د تړلو دروازو تر شا په خپلو کې خبرې وکړې؛ خو اجراییه ریاست وایي چې د سولې پروسه، له ترهګري سره مبارزه او اقتصادي همکاري د دواړو لورو تر منځ د بحث وړ مسایل وو.

د پاکستان لومړي وزیر عبدالله ته ویلي چې هېواد یې له ترهګرو سره مبارزه چټکه کړې ده او په افغانستان کې به هم د سولې د تامین لپاره همکاري وکړي.

شریف عبدالله ته بلنه ورکړې ده چې پاکستان ته سفر وکړي. عبدالله هم دا بلنه منلې ده او ټاکل شوې په راتلونکې کې پاکستان ته سفر وکړي.

Trending

Exit mobile version