لوبی
پاکستان کاناډا ته پر ماتې ورکولو د لوبډلې هیلې ژوندۍ کړې
د امریکا د نیویارک ښار په دې لوبه کې پاکستان پچه وګټله او کاناډا توپوهنه پیل کړه. دې لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اووه لوبغاړو پر سوځېدو پاکستان ته د ۱۰۷ منډو ټیټ هدف وټاکه.
رویټرز راپور ورکړی، چې د سېشنبې پر ورځ پاکستان د محمد رضوان او لوبډلمشر بابر اعظم پر چټکو هڅو وکولی شول، چې کاناډا ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړي او د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام سوپر اتم پړاو ته د رسیدو هیلې ژوندۍ وساتي.
پاکستان په الف ګروپ کې درې لوبې کړي، چې د یوې هغې پر ګټلو يې درېیم ځای له دوه نمرو سره خپل کړ. که د ګروپ دوه نور مخکښ هېوادونه؛ هند او امریکا خپلې دواړه پاتې لوبې له لاسه ورکړي او پاکستان د یکشنبې پر ورځ له ایرلینډ څخه لوبه وګټي، نو بل پړاو ته به لار ومومي.
کاناډا هم په دوه نمرو کې د امریکا یا هند ماتې ته اړتیا لري او د شنبې پر ورځ هم هند ته ماتې ورکړي، چې په دوه غوره لوبډلو کې پاتې شي.
د امریکا د نیویارک ښار په دې لوبه کې پاکستان پچه وګټله او کاناډا توپوهنه پیل کړه. دې لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اووه لوبغاړو پر سوځېدو پاکستان ته د ۱۰۷ منډو ټیټ هدف وټاکه.
پاکستان وکولی شول، چې په اتلسم اوور کې د درې لوبغاړو پر سوځېدو دغه هدف پوره او لوبه وګټي.
د کاناډا لپاره ارون جانسن تر ټولو زیاتې ۵۲ منډې کړي او د پاکستان لپاره محمد رضوان له نورو زیاتې ۵۳ منډې وکړې او تر پایه په ډګر کې پاتې شو.
د پاکستان په توپاچوونکیو کې محمد عامر او حارث روف دوه – دوه ویکټې واخیستې او شاهین افریدي او نسیم شاه یو – یو لوبغاړي وسوځول.
پاکستان له دې مخکې هند او امریکا ته لوبه بایللې ده.
د ۲۰ اوریز نړیوال جام د لومړي پړاو وروستۍ لوبه یې د یکشنبې پر ورځ ( د غبرګولي اووهویشتمه) له ایرلینډ سره ده.
د پاکستان لوبډلې غوره لوبغاړي عامر ويلي: دا ډېره مهمه بريا ده.
آریانا ټلویزیون د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي.
ورته نور خبرونه:
هند په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې پاکستان ته د لږ نمرو پر توپیر ماتې ورکړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ پر وړاندې تاریخي بریا خپله کړه
