تازه خبرونه

پاکستان کې ترهګر روزل کېږي او ټول تجهيزات یې هملته کېږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان حکومت وايي، د پاکستان په خاوره کې د ترورېستي ډلو فعالیت د دواړو هېوادونو د سیاست والو تر منځ د نظرونو د اختلاف اساسي لامل دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سرتاج عزیز وروستیو خبرو په غبرګون کې چې ویلي یې دي، د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې حقاني شبکه له منځه تللې، څرګنده کړې، پاکستاني چارواکي له یوې لسیزې را په دې خوا دغه زړې او تکرارې خبرې کوي.

په وروستیو کې د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار ویلي چې د پاکستاني پوځ په وروستیو عملیاتو کې حقاني شبکه ځپل شوې او زیربنا یې له منځه تللې ده.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ دا ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي، پاکستان کې ترهګر شته دي، هلته یې ټول فعالیتونه تنظیمېږي او افغان حکومت پاکستاني لوري ته په دې هکله کافي اسناد او معلومات وړاندې کړي دي.

سیاسي کارپوهان وایی، پاکستان تل افغان حکومت او نړیواله ټولنه تېر ویستلې ده او د خپلو ګټو د تامین له پاره به کله هم د ترهګرو په وړاندې مبارزه ونه کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، افغانستان له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دی او له پاکستان هم غواړي چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي. سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم له پاکستان غوښتي چې د ترهګرو خلاف جدي اقدام وکړي.

Trending

Exit mobile version