بی بی سی پښتو

پاکستان کې مذهب ته په سپکاوي تورنه ‘رواني ناروغه’ مسلمانه ښځه په اعدام محکومه شوې

Published

on

(Last Updated On: تله ۹, ۱۴۰۰)
Getty Images
پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي قضیې خورا حساسه موضوع بلل کېږي او په هکله یې خلک سملاسي لارو کوڅو ته وځي. ارشیف تصویر)

د پاکستان لاهور یوې محکمې د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور یوې مسلمانې ښځې ته د اعدام سزا او ۵۰ زره روپیو جرمانې سزا ورکړې.

پرېکړه کې ویل شوې، مجرمه ښځه کولای شي په اووه ورځو کې د پرېکړې خلاف استناف غوښتنه وکړي.

د دې ښځې خلاف ۲۰۱۳ کال کې د نشترکالوني سیمې پولیسو مرکز کې عریضه ثبت شوې وه.

قاضي منصور احمد قریشي په پرېکړه کې لیکلي، دا څرګنده ده، چې تورنه ښځه (سلما منصور) ذهناً معلوله ده، که نه نو نه به یې داسې له سپکاوي ډک مواد لیکل او نه به یې پر نورو وېشل، خو پوښتنه دا ده چې ایا د قانون له مخې داسې رواني ناروغي تورن کس له داسې جرمه ژغورلای شي؟

د قاضي پرېکړه کې ویل شوي، د هېواد قانون دومره لږ غیر عادي حالت رواني ناروغي نه مني.

له پرېکړې سره سم د هېواد قانون چې د رواني ناروغۍ کومه کچه یادوې د سلما تنویر د ناروغۍ کچه هغومره نه ده.

د یادونې ده، چې د ۲۰۱۳ کال سپتمبر کې د نشترکالونۍ سیمې د یوه جومات ملا امام قاري افتخار پولیسو ته ویلي و، چې سلما تنویر داسې یوه پاڼه پر ځايي اوسېدونکو وېشلې چې د اسلام پیغمبر ته پکې سپکاوی شوی.

ملا امام پولیسو ته له عریضې سره یو ځای اووه فتواوې او ځینې نور مواد هم ورکړي وو.

د پولیسو په رپوټ کې د نوموړې ښځې خلاف ثبت شوي رپوټ کې راغلي چې دې په یوه لیکلې پاڼه کې د ختم النبوت انکار کړی.

څارنوالان بیا وايي، سلما تنویر په هغه پاڼه کې د اسلام د پیغمبر په هکله له سپکاوي ډکې څرګندونې کړې، د نبوت ادعا یې کړې او ځان یې رحمت العالمین بللی دی.

د یادونې ده، چې له دې مخکې د محاکمې بهیر کې سلما تنویر محکمې ته ویلي و چې ۲۰۱۳ کال کې یې له حج کولو مخکې رواني حالت ښه نه و او هیڅ یې یاد نه دي چې څه ورپېښ شوي وو.

نوموړې دغه راز ویلی و، چې که په هغه حالت کې یې نامناسب عمل کړی وي، بخښنه غواړي.

نوموړې د شاهدانو په توګه خپل مېړه تنویر احمد او د زندان دوه چارواکي هم محکمې ته وړاندې کړي وو، خو د محکمې په وروستۍ پرېکړه کې د نوموړې دلیل رد شوی او د رواني ماهرینو د معایناتو رپوټ یادونه شوې، چې یوازې وايي، دا ښځه ډېرې خبرې کوي او د خبرو پر مهال داسې ښکاري چې له ذهني فشار سره مخامخ ده.

Trending

Exit mobile version