تازه خبرونه

پاکستان یو میلیون او ۳۰۰ زره افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي

پاکستان د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د سړو اړیکو او مخ پر زیاتېدونکو امنیتي اندېښنو وروسته پرېکړه کړې، چې غیر قانوني کډوال وباسي.

Published

on

د پاکستان کورنیو چارو وزیر ملي شورا ته په یوه راپور کې ویلي، چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال له نومبر راپدېخوا ۱.۳ میلیون افغان کډوال جبري ایستلي دي.

پاکستان د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د سړو اړیکو او مخ پر زیاتېدونکو امنیتي اندېښنو وروسته پرېکړه کړې، چې غیر قانوني کډوال وباسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې افغان کډوال په دې موده کې د پاکستان میلمانه ول او باید “په بشپړ وقار او درناوي” سره خپل هېواد ته راستانه شي؛ خو کډوالو ويلي، چې دوی د جبري ایستلو په لړ کې له نیولو، ځورونو او کړولو سره مخ شوي دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا هم ویلي، چې له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د پروګرام له مخې له ۱.۳۷ میلیون څخه ډېر افغان کډوال، چې POR کارتونه یې لرل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه راز د پاکستان حکومت تائید کړې، چې د ای سي سي کارت د اعتبار موده به نه‌غځوي.

د مهاجرت نړیوال بنسټ (IOM) ويلي، چې سږ کال د اپریل له لومړۍ نېټې څخه د می تر دولسمې پورې له پاکستان څخه له ۱۲۸ زره څخه ډېر افغانان ایستل شوي دي.

پاکستان په تېرو دوه میاشتو کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوه‌یم پړاو هم پیل کړی دی، چې په کې یې زرګونه افغان کډوال جبري افغانستان ته شړلي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هڅه کوي، چې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د ۵۸ استوګنځایونو پر جوړولو سره د کډوالو د استوګنې ستونزه حل کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو له مرستیال سره په لیدنه کې د راستنېدونکو لپاره د تعلیمي فرصتونو برابرول مهم وګڼل او د وزارت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

محمد یونس راشد دا هم ویلي، چې دوی به ځانګړي پروګرامونه طرحه کړي او د ځوانانو له ټولنې سره د یوځای کولو لپاره به همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل تل له اسلام‌آباد څخه غوښتي، چې کډوالو ته په تدریجي ډول د راستنېدو اجازه ورکړي؛ خو پاکستان د افغانستان غوښتنه نده منلې.

Trending

Exit mobile version