تازه خبرونه

پاکستان، افغانستان ته د لس سوداګریزو توکو مالیه بښي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

پاکستان په پام کې لري، چې په یوه دوه اړخیز اقدام کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د لس سوداګریزو توکو مالیه وبښي.

د پاکستان دغه ګام وروسته له هغې پورته کیږي، چې افغانستان په سوداګریزو معاملو کې د پاکستان د بدیلو هېوادونو هڅې له وړاندې پیل کړي او په دې هېواد یې اتکا لږ کړې ده.

پاکستان  اوس تازه غواړي، چې د ځینو سوداګریزو مالونو مالیه وبښي.

حکومتي مسوولین په دې برخه کې بې خبري ښیی؛ خو اقتصادي کارپوه آذرخش حافظي وایي، پاکستان د تعرفې له صفر کولو سره غواړي، چې خپل صادرات ډېر کړي. مونږ باید ډېره پاملرنه وکړو، چې آیا د تعرفې صفر کولو ته تیار یو او که نه!  

د سوداګرۍ خونې ویاند صیام پسرلی  د کابل او اسلام آباد تر منځ  د سوداګریزو اړیکو پراختیا ګټوره پرېکړه بولي؛ خو د سوداګریزو مالونو پر سر د مالیې بښنه ګټور کار نه ګڼي.

د نوموړي په وینا؛ پاکستان غواړي خپل صادرات ډېر کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان مخکې له دې تل په ترانزیتي برخه کې افغان سوداګرو ته ستونزې جوړې کړي او افغان سوداګر یې اړ کړي، چې د پاکستان پر ځای نورو هېوادونو ته مخه کړي.

له دې سره په یوه وخت ټاکل شوې، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت یو چارواکی هېواد ته هم راشي.

Trending

Exit mobile version