تازه خبرونه

پاکستان د ننګرهار پر بېلابېلو ولسوالیو توغندي توغولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

پاکستان دیورند کرښې ته نږدې د ننګرهار د درې ولسوالیو پر بېلابېلو سیمو توغندیز بریدونه کړي دي.

پاکستانیو ځواکونو د ننګرهار د نازیانو، اچین اولال پورې ولسوالیو پرکلیو توغندیز بریدونه کړي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په درې اوونیو کې له پورې غاړې څخه پر یادو ولسوالیو له سل ډېر توغندي ویشتل شوي، چې په کې دوه ماشومان وژل شوي، دوه ټپيان دي او سلګونه کورنۍ د بریدونو له کبله له خپلو مینو بې ځایه شوي دي.

دوی له حکومت مرسته غواړي.

د ننګرهار استوګن اسماعیل هوتک وایي، د پاکستان توغندیز بریدونه اوس هم په وقفه يي ډول راروان دي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلیم یار  او نورو غړیو ننګرهار ته پخپل سفر کې د پاکستان د بریدونو غندنه کړې.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلیم یار وايي، پاکستان هڅه کوي له ټولو امکاناتو ګټه پورته کړي؛ افغان خاوره ناامنه او حکومت تسلیم کړي.

سناتورانو خبرداری ورکړ، چې که پاکستان بریدونه بند نه کړي؛ پر ضد به یې ولسي پاڅون وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لوی درستیز د دواړو هېوادنو ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو لپاره کابل ته راغلی دی.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version