تازه خبرونه

پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې تګلاره له افغان چارواکو سره شریکه کړې-سرتاخ عزیز

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار وايي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې تګلاره مو له افغان حکومت سره شریکه کړې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وايي، چې تروریزم د کابل او اسلام آباد دواړو ګډ دښمن دی.

نوموړی زیاتوي؛ مونږ همدا اوس پر یوه ګډه تګلاره کار کوو، چې پوځي استخباراتي او سیاسي مسایل را نغاړي. مونږ خپلې تګلارې افغانستان ته سپارلي دي او هیله لرو، چې په اسلام آباد کې د ایکو په اقتصادي کنفرانس کې به د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د ترهګرۍ خلاف په یوه ګډ نظر توافق ته و رسیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله آزاد وايي، چې د افغانستان د جګړې ډول په پاکستان کې وهل کیږي.

د نوموړي په وینا؛ د دریمګړي د څارنې په صورت کې به له اسلام آباد سره خبرو ته کښيني؛ خو پاکستان باید پر هغه نوملړ، چې مونږ ورسپارلی ډاډمنې هڅې تر سره کړي.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې په اسلام آباد کې د ایکو غونډې ته د بهرنیو چارو وزیر نه ورځي، بلکې د افغانستان سفیر به په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي.

 پوځي کارپوه جاوید کوهستانی وايي، چې سخت دریځي د کابل او اسلام آباد لپاره یوه ډول ګواښ بلل کیږي او که پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه ونه تړي، په پاکستان کې به هم ناامنۍ روانې وي.

ویل کیږي، چې اسلام آباد به هیڅکله د طالبانو پر ضد عملیات ونه کړي او غواړي، چې په افغانستان کې د جګړې اور ته نوره لمن هم ووهي.

خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version