تازه خبرونه

پاکستان خپلو ژمنو ته ژمن نه دی او تل خلک تېر باسي- مظفري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سولې عالي شورا وایي، پاکستان په سیمه کې د سولې د ټینګښت په اړه خپلو ژمنو ته ژمن نه دی؛ افغان حکومت باید د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز تر څنګ د ملي اجماع په کارولو د دغې تېرایستنې په وړاندې ودریږي.

په عمان کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا له غونډې یوه ورځ وروسته طالبانو په څو ولایتونو کې د لسګونه ملکیانو او پوځیانو وینې تویې کړي دي.

د سولې عالي شورا منشي وایي امین الدین مظفري وایی، سوله له ملي اجماع سره تړلې ده.

نوموړی زیاتوي؛ پاکستان تل په سیمه کې دوه مخی سیاست لوبولی او غواړي خلک تېر باسي.

کارپوهان وایي، حکومت نه شي کولی په هېواد کې د نیابتي جګړو مخه ونیسي.

سیاسي شنونکی احمد سعیدي وایي، که امریکا مرسته ونکړي؛ د افغانستان حکومت د پاکستان د لاسوهنو او هڅو مخه نیولی نشي؛ ځکه افغان حکومت زړه نازړه، بې کفایته او په فساد کې ډوبحالت لري.      

پوځي کارپوه زلمی وردګ په جنګ کې ښکېل اړخونه سولې ته ژمن نه بولي او وایي، روانه جګړه د حکومت او بهرنیانو له واک و ځواکه وتلې ده؛ که په تېرو ۱۷ کلونو کې بهرنیانو سوله غوښته اوس به راغلې وه. همدا اوس په ۲۲ ولایتونو کې جګړه روانه ده.            

د طالبانو د پېښور شورا په روانه اوونۍ کې خبرداری ورکړی و، چې له دې وروسته به پر پوځي مرکزونو، ګڼ میشتو سیمو او پوځي کتارونو بریدونه کوي.

خبریاله: الاهه عمری

Trending

Exit mobile version