تازه خبرونه

پاکستان له افغانستان سره ګډو همکاریو ته چمتوالی ښودلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان پوځي استازي د دواړو هېوادونو په پوځي مرکزونو کې ځای پر ځای شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې د کابل او اسلام آباد په اړیکو کې ښه والی راغلی دی او دواړو لوریو پرېکړه کړې، چې په چارو کې د غوره همغږۍ لپاره د دواړو هېوادونو په پوځي مرکزونو کې خپل خپل پوځي استازي کینوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان له مخې، ټاکل شوې دغه هېوادونه په پوځي، سیاسي، اقتصادي او استخباراتي برخو کې د همکاریو لپاره کاري ډلې جوړې کړي، چې د دواړو لوریو تر منځ رغنده او هر اړخیزه همکاري پیل شي.

ملي دفاع وزارت وایي؛ امکان نه لري، چې د پاکستان دا غوښتنه ومنل شي.

د افغانستان دفاع وزارت د ویاند  مرستیال محمد رادمنش وایي، امکان نه لري، چې د پاکستان دا غوښتنه ومنل شي او په وینا یې تر اوسه په دې اړه هیڅ پرېکړه نه ده شوې.

نوموړی زیاتوي؛ له اسلام آباد سره یې په اړیکو کې ښه والی نه دی راغلی، ځکه په خبره یې پاکستان اوس هم له ترهګرو پراخ ملاتړ کوي او په خاوره کې یې د ترهګرو لپاره خوندي پټنځایونه جوړ کړي دي.

سیاسي کارپوه احمدسعیدي وایي، پاکستان له څو لسیزو راپدیخوا هڅه کوي، چې د افغانستان په اردو او استخباراتو کې خپل غړي او معلومات ولري، چې پخپله ګټه یې راوڅرخاوي.          

ځینې په دې باور دي، چې پاکستان اوس د امریکا اووه سوه میلیون دالري مرسته جیب ته کړې او له همدې کبله هڅه کوي، چې افغان حکومت وغولوي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه عبدالشکور سالنګي وایي، په پوځي مرکزونو کې د استازیو ځای پرځای کول کومه اغېزه نلري؛ ځکه د پاکستان او افغانستان اړیکې بنسټیزه ستونزه لري.       

دا په داسې حال کې ده، چې ترکیې ویلي؛ د پاکستان او افغانستان د اړیکو د ښه کولو لپاره به کار وکړي.

خبریاله: لیدا نیازۍ

Trending

Exit mobile version