تازه خبرونه

پاکستان په ښکاره د سولې د خبرو مخنیوی کوي- خپلواک

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سولې عالي شورا د دارلانشا رییس وایي، پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې لاسوهنه کوي اونه پریږدې، چې د سولې خبرې پيل او پلې شي.

 د سولې عالي شورا د سې شنبې پر ورځ( د مرغومي ۲۶) له مدني فعالانو، ځونانو او ښځو سره د سولې په اړه مشورتي غونډه رابللې وه.

د سولې عالې شورا مسوولین وایې چې دوی له وسلوالو مخالفینو سره د سولې رسمې خبرې نه دي کړې.

د سولې د عالي شورا دارلانشا رییس اکرام خپلواک وایې، چې د پاکستان لاسوهنه، د ترهګرو ډلو او د نشه یې توکو د کاروباریانو فعالیت د سولي لپاره سترې ستونزې جوړې کړي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې له افغانستان سره د سولې په برخه کې د پام وړ همکاري وکړي.

نوموړی له وسلوالو مخالفینو سره د سولې رسمي خبرې ردوي او زیاتوي، چې وسلوالو مخالفینو د سولې په برخه کې د حکومت غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی؛ خو په وینا یې نارسمي خبرې روانې دي.

د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي له ځوانانو او ښځو غواړي، چې د جکړې په پآي ته رسولو او د سولې په ټینګښټ کې خپل رول ولوبوي.

ځوانانو له حکومت وغوښتل، چې د سولې په بهیر کې د دوي ونډه یقینې کړي او په پرېکړو کې یې شامل کړي.

د سولې عالي شورا له وسلوالو مخالفینو وغوښتل، چې خپلې روا غوښتنې په سوله اییزه توګه مطرح او د سولې په اړه د حکومت غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.

دغه شورا له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د نړیوالې اجماع په ترڅ کې پر پاکستان فشار واچوي او د افغانستان په چارو کې یې د لاسوهنې مخه ونیسي.

خبریال: لیدا نیازۍ

Trending

Exit mobile version