تازه خبرونه

پاکستان د افغانستان د مڼو د صادراتو مخه نیولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

پاکستان خپلې خاورې ته د افغان مڼو پر ورتګ بندیز لګولی او له مڼو بار لسګونه موتر دمګړۍ په تورخم کې درول شوي دي.

د سبو   سوداګر  خواجه محمد قاضي خېل وايي، د میلیونونو افغانیو پر ارزښت، سلګونه ټنه مڼې مو د خرابېدو په حال کې دي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجرائيه رییس شمس الحق  وايي، پاکستان په تشو بهانو خپلې خاورې ته د افغان مڼو ورتګ بند کړی.

هغه زیاتوي؛ له افغان حکومته غواړي، چې د ستونزې د حل لپاره له پاکستان سره خبرې وکړي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی تائيدوي، چې پاکستان د تورخم له لارې د مڼو واردات بند کړي او افغان سوداګرو ته ډېر زیان اوښتی دی.

مرکزي حکومت او پاکستانیو چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي. په داسې حال کې، چې پاکستان د افغان مڼو او انارو واردات بند کړي؛ خو هره ورځ د تورخم له لارې افغان خاورې ته سلګونه موترې کیلې، مالټې، بادرنګ او کینو رالیږي او افغان مارکیت له پاکستانیو سبزیجاتو او میوو ډک دی.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version