تازه خبرونه

پاکستان خپلو ژمونو ته رښتینی نه دی- اجرائیه ریاست

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کابل ته د اسلام آباد د جګپوړي پلاوي د وروستي سفر په لړ کې دواړو خواوو هوکړه کړې، چې پر داسې عملیاتي پلان به کار کوي، چې له مخې به یې د دیورند کرښې په دواړو خواوو کې د سخت دریځو پر وړاندې د عملیاتو زمینه برابروي؛ خو پاکستان یو ځل بیا پر کونړ او ځينو نورو سیمو توغندي توغولي او ولسي وګړیو ته یې مرګ و ژوبله اړولې ده.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل په دې باور دی، چې پاکستان له افغانستان سره د اړیکو په ښه کولو کې رښتینی نه دی.

نوموړي په دې اړه آریانا نیوز ته ویلي؛ د پلاوي له راتګ مخکې هم مونږ ویلي وه، چې د اړیکو د ښه کیدو لپاره ډېر هیله من نه یو؛ ځکه، چې پاکستان تل ژمنې کړي، خو عمل پرې نلري. داځل هم همغسې وشول.  

د نظر خاوندان هم وايي، چې د پاکستان او افغانستان دیپلوماتيکې هڅې ګټه نه کوي او پر افغان حکومت نیوکه کوي، چې اوس هم د پاکستان په اړه له ديپلوماتیکو هڅو کار اخلي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه شکیب منتظري څرګنده کړې؛ هغه څه، چې په دیپلوماتیکو اړیکو کې وکارول شول ښه پایله یې لرله؛ خو د وروستي پلاوي لیږل یوه تېروتنه او منل یې له ملنډو پرته بل څه نه ول.

افغان ځواکونه هیله من دي، چې پاکستان به د امریکا فشارونه منزوي کړي که د ترهګرو له ملاتړه لاس وانخلي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، پاکستان اړ دی، چې د ترورستانو له ملاتړه لاس واخلي او د توغندیو له توغولو ډډه وکړي. پرته له دې لکه، چې انزوا ته تلی، نور به هم منزوي شي.

ویل کیږي، چې پاکستان د امریکا او متحدینو تر فشار لاندې راغلی؛ خو سیاسي کارپوه صدیق پتمن وايي ، چې مونږ پر پاکستان د فشار لیدونکي نه یو؛ که څوک یې ویني ودې وایي، چې په کومه برخه کې پرې فشار راغلی دی.

افغان حکومت په کابل کې له وروستیو خونړیو بریدونو وروسته معصوم ستانکزی او ویس احمد برمک له یو لړ اسنادو سره، چې په کې د ترهګرو پټنځیي په نښه شوي وه؛ پاکستاني لوري ته وسپارل؛ خو کومه مثبته پایله ترې تر لاسه شوې نه ده.  

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version