تازه خبرونه

پاکستان افغان کډوال ځوروي او د فشار د وسیلې په توګه یې کاروي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، چې پاکستان تل له نړیوالو او بشري قوانینو سرغړونه کړې؛ افغان کډوال ځورولي او پرافغانستان یې د فشار د وسیلې په توګه کاروي.

په دې وروستیو کلونو کې پاکستان له افغان کډوالو سره ناوړه چلند ته زور ورکړی او ګڼ شمېر افغانان یې په زور را شړلي دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنیدونکیو چارو وزارت سلاکار حفیظ الله میاخېل وايي، چې پاکستان له افغانستان سره ټولې کړې ژمنې ماتې کړي او په دې اړه یې له نړیوالو قوانینو یې سرغړونه کړې او له افغان کډوالو سره سیاسي چلند کوي.

سیاسي شنونکی محمد آصف بکتاش وايي، چې افغان دولت باید له نړیوالې ټولنې سره په پوره همغږۍ په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزه اواره او د روان ظلم مخه ونیسي.

د کابل اوسیدونکی عبدالبصیر ځاځی وایي، چې مونږ اړ یو، چې پاکستان ته د تګ لپاره ویزه واخلو. که  ستونزې مو دلت حل شي هیڅکله به پاکستان ته سفر ونه کړم.

ویل کیږي شاو خوا دوه میلیون افغانان په پاکستان کې اوسیږي.

پاکستان له یوولس ورځو راهیسې د تورخم او چمن لارې تړلې او د دروازو دواړو خواوو ته ګڼ کسان ایسار پاتې دي.

د کډوالو چارو وزارت په پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان ناوړه چلند اندېښمن کړی دی، خو یو شمېر افغانان وايي، چې د جدي ستونزو د حل لپاره اړي يو، چې پاکستان سفر وکړو.

دا په داسې حال کې ده ، چې په پاکستان کې د افغانستان سفیر د دروازو د خلاصولو ډاډ ورکړی؛ خو له افغانانو غواړي، چې پاکستان ته دې سفر نه کوي.

خبریال رفیع صدیقي.

Trending

Exit mobile version