تازه خبرونه

پاکستان افغان سوداګرو ته د ستونزو له حل خبر ورکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې د ټولو ستونزو حل ته چمتو الي لري.

د پاکستانيو رسنیو د راپورله مخې؛ د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، چې له افغانستان سره د ټولو سوداګریزو او ترانزیټي ستونزو حل ته چمتو یو.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال فیروز خان مسجدي ویلي، چې افغانستان د خپلې سوداګرۍ او ترانزیت لپاره له پاکستان پرته نورې بدیلې لارې موندلي؛ خو د یوه ګاونډ په توګه غواړو، چې له پاکستان سره هم ښې سوداګریزي او اقتصادي  اړیکي ولرو.

نوموړی زیاتوي، مونږ د خپلو صادراتو لپاره په دې هڅه کي هم یو، چې پر بدیلو لارو کار وکړو او هوایي دهلیزو نه جوړ کړو.

د سوداګرۍ خونې ویاند وايي؛ افغان سوداګر هڅه کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکي پراختیا ومومي؛ خو زیاتوي، چې ستونزې پاکستان رامنځته کوي.

د سوداګرۍ خونې ویاند صیام پسرلی زیاتوي؛ د پاکستان سیاسي ستونزي تردې حده زیاتې دي، چې له کبله یې افغان سوداګر زیانمن شوي. پاکستان باید له سیاسته اقتصاد بېل کړي، چې ګډ کار ته رمینه برابره شي.

پاکستان په داسې حال کې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د همکاریو د پراخیتا غوښتنه کوي، چې افغان حکومت توانیدلی د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره نوي دهلیزونه له ایران، ازبکستان، ترکمستان او هند سره پرانیزي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version