تازه خبرونه
پاکستان د افغان صادراتو په وړاندي نوې ستونزې رامنځته کړي
د سوداګرۍ خونې مسوولینو له صادروونکیو سره په یوه ګډه ناسته کې وویل: پاکستان د افغان صادراتو په وړاندي نوې ستونزې رامنځته کړي؛ خو افغان حکومت يي د حل لپاره هیڅ اقدام ندی کړی.
د سوداګرۍ خونه وايي، له تېرو شپږ میاشتو راپدیخوا پاکستان پر افغان صادراتو شرایط سخت کړي.
دوی زیاتوي، حکومت باید دې ستونزې ته د حل لار ومومي او که داسې ونشي؛ نو افغان باغ لرونکي او صادرونکي به د تازه میوې په نوي فصل کې زیانمن شي.
دوی په ډاګه کړې، چې افغانستان هر کال ۲۰۰ زره ټنه تازه میوه صادرات لري، چې ډېره برخه يې پاکستان ته روانه ده.
دوی له حکومت څخه د پاکستان پر صادراتو د ورته کړنې غوښتنه کوي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي: له حکومته مو هیله داده، چې دغه ستونزه حل کړي او که نه کیږي بیا دې په ورته اقدام لاس پورې کړي، چې د سوداګرۍ دا ستونزه مو اواره شي.
د هېواد د تازه میوې صادروونکیو له سوداګرۍ خونې غوښتنه کړې، چې د پاکستان پر بدیل مارکیت دې د خپلو صادراتو لپاره فکر وکړي.
دوۍ وايي، روسیه، قزاقستان او چین یو ښه بدیل دی، چې په اړه یې باید همغږي رامنځته شي.
د سوداګرۍ وزارت بیا وايي، د تازه میوې د صادروونکیو ستونزه به ژر حل شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي: مونږ به ډېر ژر له پاکستان سره د صادراتو د ستونزې د حل لپاره یو پلاوی دغه هېواد ته واستوو.
نوموړي زیاته کړې، چې د راتلونکي فصل لپاره مو تدابیر نیولي او له اربکستان سره مو هم د افغان صادراتو لپاره خبرې رواني دي.
د سوداګرۍ خونې مسوولین څرګندوي، چې د پاکستان حکومت له افغان سوداګرو څخه د اروپا په کچه د معیارونو غوښتنه کوي. په داسې حال کې، چې د پاکستان صادرات له هر راز معیار پرته د افغانستان بازارو نو ته رارسیږي.
د میوې صادروونکي وايي، حکومت باید د میوې د فصل له رسیدو وړاندې د صادراتو ستونزې اوارې کړي.
خبریال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان د رایې حق وځنډاوه
ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان او پېنځه نورو هېوادونو د رايې ورکولو حق لنډمهالی ځنډولی دی.
دې ټولنې په اوبپاڼه کې لیکلي، چې افغانستان دې ټولنې ته د کلني غړیتوب حقالعضویت له پامه غورځولی دی.
دا خبر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ هم تائید کړی دی.
دې ټولنې دا هم ویلي، چې د دې ټولنې د منشور د ۱۹ مادې له مخې: هر هغه غړي هېواد، چې د دوه کلونو یا له دې د ډېر وخت لپاره د غړیتوب حقالعضویت سپارلی نهوي؛ د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د رایې ورکولو له حق څخه بې برخې پاتې کیږي.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو لپاره د غړیتوب حقالعویت ندی ورکړې له همدې کبله د دې ټولنې پوروړی دی.
د ملګرو ملتونو د غړیتوب کلنی حق العضویت دوه میلیون ډالره دی.
د راپورونو له مخې؛ له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب کلنی حقالعضویت د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پرې کاوه.
د ملګرو ملتونو په اوبپاڼه کې د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ افغانستان، اکواډور، کومورس، وینزویلا، سومالیا او ساو تومه هغه هېوادونه دي، چې له دوه کلونو پر تېرېدو یې هم د غړیتوب حقالعضویت ندی ورکړی.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو ټولنې په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د افغانستان د لنډمهالي حکومت یا اسلامي امارت د نومول شوي استازي سهیل شاهین له منلو ډډه کړې ده.
تازه خبرونه
د افغانستان سیلاب ځپلیو ته مو د مرستو چمتووالی نیولی – ټوماس ویسټ
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټوماس ويسټ د افغانستان په بغلان، بدخشان، سمنګان، تخار، غور، هرات او نورو ولایتونو کې د وروستيو سيلابونو پر اوښتو زيانونو خپله خواشيني څرګنده کړې ده.
ټوماس ویسټ د دوشنبې پر ورځ ( د غویی څلیریشتمه ) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د امریکا متحدین په افغانستان کې د سېلاب ځپلیو لپاره د خوراکي توکو او اوبو په ګډون بېړنۍ مرستې رسوي.
دغه راز د افغانستان لپاره په قطر کې د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډیکر هم ویلي: امریکا سیلاب ځپلیو ته د بېړنیو مرستو د جلبولو، د خپلو همکارانو له لارې د خوراکي توکو او طبي تجهیزاتو د برابرولو لپاره له نورو سره یوځای کیږي.
د هېواد په يو شمېر ولايتونو په تېره بيا په بغلان کې د مرګوني سېلابونو راوتو ځايي اوسېدونکیو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
د وروستیو څرګندونو له مخې؛ د بغلان په دوه ولسوالیو کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
تازه خبرونه
ملا برادر د بغلان ولایت له سیلاب ځپلیو سیمو لیدنه وکړه
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د دوشنبې پر ورځ ( د غویی څلیریشتمه) د دغه ولايت د مرکز په ګډون له سېلاب ځپلیو سيمو ليدنه وکړه.
ملا برادر د زیانمنو سیمو له لیدنې وروسته د دې ولایت په مرکز کې له مسوولینو او کاري کمیټو له استازو سره په ناسته کې لازمې سپارښتنې وکړې.
نوموړي زیاته کړې: په هغو ولسوالیو کې، چې مونږ له نږدې ولیدلې اوښتي زیانونه ډېر دي؛ نو له همدې کبله اړینه ده، چې دغه بنسټونه د بې ځایه شویو خلکو لپاره د خوراکي توکو، درملو او سرپناه په برابرولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او سیلاب ځپلیو سیمو ته د مرستو رسولو بهیر نور هم چټک کړي.
په تېرو څو ورځو کې د افغانستان شمالي او لویديځ ولايتونه د ويجاړونکيو او مرګونو سېلابونو شاهدان دي.
د یو لړ څرګندونو له مخې؛ یوازې په بغلان کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي. په تخار کې هم له ۲۰ ډېرو کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
تر اوسه د مالي زیانونو پوره کچه په ډاګه شوې نده؛ خو ویل کېږي، چې د سیلابونو له کبله سلګونه کورونه ویجاړ شوي او کرنیزو ځمکو ته پوره زیانونه رسېدلي دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
الله ګل مجاهد د قتل پر تور ونیول شو
-
سوداگري5 days ago
ازبکستان او پاکستان د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ پروژې پر پیلېدا ټینګار څرګند کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
په بغلان کې سېلابونو ۱۹۴۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
سوداگري2 days ago
افغانستان او پاکستان د بار وړونکیو موټرو پر نوي ټرانسپورټي میکانیزم هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
څو ایراني شرکتونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې پرېکړه وکړه – قدیر قیافه
-
تازه خبرونه1 day ago
د اسلامي هېوادونو همکاریو ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day ago
د حج او اوقافو وزارت چارسمبالي د ترکیې له ولسمشر سره وکتل
-
تحول5 days ago
تحول: له نړۍ سره د افغانستان د ډیپلوماټیکو اړیکو د ښه کېدو هڅې