تازه خبرونه

پاکستان باید د سیمې پر اندېښنو او غوښتنو ځان پوه کړي- توماس شانون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د بهرینو چارو وزارت مرستیال له امریکا غږ تلویزیون سره په مرکه کې د ولسمشر غني د سولې وړاندیزونه ستایلي او ویلي یې دي، چې پاکستان باید د سیمې پر اندېښنو او غوښتنو ځان پوه کړي.

هغه د سیمې په ثبات کې د پاکستان رول ډېر اړین بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال توماس شانون وايي: پاکستان د سیمې د ثبات او د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولی شي؛ مونږ تمه لرو، چې هغوی به خپل مسوولیت ادا کړي او که ونه کړي، نو مونږ به د سیمې له هېوادونو سره ژورې خبرې پیل کړو.

دغه امریکايي ديپلومات زیاتوي، پاکستان باید پوه شي، چې د سیمې اندېښنې او د منځنۍ آسیا هېوادونو غوښتنې څه دي.

امریکا باور لري، چې د سیمې او افغانستان د ثبات لپاره د افغانستان د سولې له بهیر ملاتړ کولی شي د داعش له پرمختګ څخه هم مخنیوی وکړي.

ښاغلي توماس شانون دا هم ویلي، چې په ځانګړي توګه په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې موجدیت ډېر خطرناک دی؛ دا یوازینۍ پایله ده، چې مونږ پر سوله او پخلاینه ټینګار کوو. مونږ د داعش پر مشرانو بریدونه هم زیات کړي؛ خو هغوی پراخیږي، که وتوانیدو، چې په افغانستان کې سوله رامنځته کړو سیمې ته به امن راشي او کنه، نو ناامنۍ به سیمې ته مخه وکړي.

جاپان هم په دې باور دی، چې په افغانستان کې جګړه د حل لار نه ده، بلکي پر سوله باید ټینګار وشي.

په کابل کې د جاپان سفیر مستوجي سوزوکا وایي؛ مونږ باوري یو، چې جنګ د حل لار نه ده، باید د افغانستان جګړه د سولې له لارې اواره شي، مونږ د کابل بهیر او د ولسمشر غني له وړاندیزونو ملاتړ کوو.

افغان حکومت وسلوالو طالبانو ته نږدې دوه میاشتې وړاندې د سولې وړاندیزونه وکړل؛ خو یادې ډلې تر اوسه هم دغو وړاندیزونو ته د منلو او رد ځواب نه دی ورکړی.

خبریال: خلیل الرحمن امید

Trending

Exit mobile version