تازه خبرونه

پاکستان په افغانستان کې نوې سخت دریځې ډلې فعاله کړي- د مشرانو جرګې غړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې غړي وايي، چې پاکستان په افغانستان کې نوې سخت دریځې ډلې فعاله کړي او حکومت باید له وسلوالو طالبانو سره د سولې په خبرو کې پوره پاملرنه ولري.

د مشرانو جرګې غړې نجیبه حسیني وايي، چې د لوی اختر په ورځو کې حکومت له وسلوالو طالبانو سره د اوربند احتمال نه ردوي. حکومت باید له پوره احتیاط څخه کار واخلي او د اوربند په پلمه د وسلوالو طالبانو د فعالیت غوړیدو لاره اواره نکړي.

د مشرانو جرګې غړی فرهاد سخي وايي، چې په تېر اوربند کې افغان ځواکونو ډېر تلفات ولیدل او دا ځل حکومت باید د اوربند زیانونه هم له پامه ونه غورزوي.

د مشرانو جرګې مرستیال وايي، چې پاکستان د افغانستان د کړکیچ دوامداره ساتلو لپاره نوې ډلې فعاله کړي دي.

د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار وایي، چې هر اوربند خپلې وړاندوینې لري؛ دښمن د جګړې د اوږدیدو لپاره استخباراتي ډلې جوړې کړي دي. که طالبان له حکومت سره خبرو ته حاضر شي؛ نو دا نورې ډلې به په جګړه کې ښکېلې شي. اوربند باید ثبات رامنځته کړي او تلپاتې وي.

د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار وایي، چې په تېر اوربند کې نیت ښه و؛ خو دښمن له غولونې کارواخیست او بیا یې جګړه پیل کړه؛ ځکه، نو باید د استخباراتي موخو مخه ونیسو. اوربند دې یو اړخیز هم نه وي او طالبانو ته دې بیا فرصت نه ورکول کیږي.     

د مشرانو جرګې غړي وايي؛ سوله د افغانانو لوی ارمان دی او دې ارمان ته د رسیدو لپاره باید حکومت داسې ګامونه واخلي، چې په راتلونکي کې یې هېوادوالو ته زیان ونه رسیږي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version