تازه خبرونه

پاکستان پر دیورند کرښه د سرحري ځواکونو شمېر۶۰۰۰۰ ته لوړوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

بلومبرګ نومې امریکایي رسنۍ د پاکستان د چارواکو له قوله څرګنده کړې، چې دغه ۶۰ زره ځواکونه به پر پټ هویت د کرښې دواړو خواوو ته د مخالفانو د اوښتو را اوښتو مخنیوي وکړي.

اسلام آباد په ښکاره داسې ښیي، چې له خپل لویدیځ ګاونډ افغان حکومته زیان ویني؛ په نهه سوه څلور کیلومتره پوله کې یې اغزنې کټارې لګولي او غواړي، چې له وسلوالو مخالفنو څخه د خوندیتوب لپاره شپېته زره نور سرتېري د دېورند کرښې په اوږدو کې ځای پر ځای کړي.

بلومبرګ نومې امریکایي رسنۍ د پاکستانيو چارواکو له قوله ویلي، چې څلوېښت سلنه ځواکونه د رورنې په حال کې دي او تر دوه کلونو به د دېورند کرښې په اوږدو کې پر پټ هویت ځای پر ځای شي.

کورنیو چارو وزارت وایي، افغان امنیتي بنسټونه د پاکستان پر دې پرېکړه خبر نه دي او پاکستان په سیمه کې د ترهګرو مرکز دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وایي، په دې برخه کې له مونږ سره همغږي په نظر کې نیول شوې نده او وسلوال مخالفان له افغانستان څخه پاکستان ته نه، بلکې له پاکستان څخه افغانستان ته رااوړي.             

ملي دفاع وزارت وایي، پاکستان باید د ترهګرو خلاف په خپله خاوره کې مبارزه وکړي او حکومت یې د ترهکرو پالونکی یادوي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وایي، پاکستان اغزن تارونه وغزول او کانالونه یې جوړ کړل؛ خو دا د تروریزم په وړاندې مبارزه نده، بلکې غواړي د دېورند دا غاړه تر خپل کنترول لاندې ونیسي.

پاکستان آیا غواړي په دې کار سره د ځواک ښودلو هڅه وکړي یا دا، چې: نړیوالو ته وښیي، چې د ترهګرو ملاتړی نه دی او د ترهګرو مرکزونه له پاکستان بهر دي.

پوځي کارپوهان وایي، پاکستان نشي کولی په دې کار سره نړیوال تېر باسي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین میرزا محمد یارمند وایي؛ پاکستان پخپل دغه سرحدي ځواک وسلوالو مخالفانو ته د تګ راتګ آسانتیاوې ډېرې کړي.               

امریکا پر پاکستان فشار راوړی، چې له ترهګرو سره جدي مبارزه وکړي او وایي، ترهګر په پاکستان کې خوندي مرکزونه لري. پاکستان ډېره هڅه وکړه، چې امریکا قانع کړي؛ خو داسې ونشول او امریکا هم د روان کال له جنوري میاشتې را پدیخوا له پاکستان سره پوځي مرستې ځنډولي دي.

Trending

Exit mobile version