تازه خبرونه
پاکستان دې پر جنرال رازق د برید عاملین افغانستان ته وسپاري- اشرف غني
ولسمشر غني وایي؛ پر جنرال رازق بريد په پاکستان کي طرحه شوى او پاکستان دې د بريد عاملين افغانستان ته وسپاري، چې محاکمه شي.
ولسمشر، چي د سې شنبې پر ورځ( د لړم لومړۍ) د کندهار د پخواني امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرازق د فاتحې لپاره کندهار ته سفر کړی و؛ ويلي: نړيوال او کورني ترهګر دې نه یوازې دا فکر نه کوي، چې د جنرال رازق په وژنه به په کندهار کې تشه راشي، بلکي افغانستان به د ترهګرو پر هديره هم بدل کړي.
ولسمشر د کندهار له ولايتي مسوولينو او قومي مشرانو وغوښتل؛ د جنرال عبدالرازق د مقبرې طرحه دې ورته جوړه کړي، چې نه یوازې په اساسي ډول جوړه شي، بلکې ياد يې هم هميشه پاتې شي.
هغه د خپلو خبرو په لړ کې دا هم څرګنده کړه، چې سر له نن څخه به د کندهار د پوليسو تعلیمي مرکز د جنرال رازق په نامه وي او د دې تر څنګ به په کابل او کندهار کې لوى واټونه د جنرال رازق په نامه ونوموي او همدا شان به يې مقبره هم په اساسي ډول ورغوي.
ولسمشر اشرف غني دا هم په ډاګه کړې، چې د جنرال رازق ورور( تادین خان) به د هغه ځاى ناستى وي او ټولې امنيتي چارې به سمبالوي.
ولسمشر په خپلو خبرو کې ويلي؛ جنرال رازق ته يې د هېواد د خپواکۍ شهيد لقب هم ورکړى دى، چې له دې وروسته به د هغه د وژل کيدو ورځ( پنجشنبه د تلې ۲۶) پر غوره مراسمو نمانځل کیږي.
ویل کیږي، چې مل پاسوال عبدالرازق په کندهار ولایت کې د پنجشنبې پر ورځ د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو له قومندان جنرال میلر سره له یوې امنیتي ناستې وروسته په هغه برید کې ووژل شو، چې د دغه ولایت د والي زلمي ویسا د یوه ساتونکي لخوا پرې تر سره شوی دی.