تازه خبرونه

پاکستان او اماراتو د افغان سولې په اړه د ګډ کار ډاډ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د عربي متحده اماراتو د وزیرانو رييس د پاکستان له لومړي وزیر سره په خبرو کې ویلي، چې دواړه هېوادونه به په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او د سولې ټینګښت ته ګډ کار کوي.

د شینهوا خبري آژانس د راپور له مخې؛ د عربي متحده اماراتو د وزیرانو ريیس شهزاده شیخ محمد بن زاید النهیان په اسلام آباد کې د پاکستان له لومړي وزیر سره په خبرو کې پر افغان سوله ټینګار کړی دی. د راپور له مخې؛ دواړو خواوو هوکړه کړې، چې په ګډه به د افغان سولې لپاره ګډې هلې ځلې تر سره کوي.

د اجرائيه ریاست سلاکار پاینده محمد حکمت وایي، چې پاکستان پخوا هم د افغانستان دولت ته ورته ژمنه کړې وه او امارات په دې اړه ښه رول لوبولی شي؛ خو په خواشینۍ، چې پاکستان د افغانستان د سولې بهیر په اړه خپلې ژمنې پلې کړې ندي.

د نظر خاوندان د افغان سولې لپاره د عربي متحده اماراتو او پاکستان هوکړه یو مثبت ګام ګڼي او وايي، چې عربي متحد امارات په افغان سوله کې مهم رول لري.

د نړیوالو اړیکو کارپوه جواد محدثي ویلي؛ سعودي عربستان او متحده عربي امارات له طالبانو سره ښې اړیکې لري او کولی شي، چې د طالبانو پام د سولې خبرو ته راواړوي.  

په پام کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او وسلوال طالبان بیا جرګه شي. تمې داسې دي، چې په دغو خبرو کې به د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د خبرو زمینه هم برابره شي.

د ولسمشر سلاکار نبي مصداق څرګنده کړې؛ خلیلزاد هڅه کوي، چې دواړه خواوې(حکومت او طالبان) وهڅوي، چې خپل مخالفتونو وړاندې کړي او بیا له خبرو وروسته پرې هوکړې ته ورسیږي.  

په دې وروستیو کې د سیمې ګڼشمېر هېوادونه د افغان سولې لپاره فعال شوي؛ خو داسې ښکاري، چې له دغه پیچلي بهیر څخه وتل او سولې ته رسیدل به آسانه کار هم نه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ادریس زمان د ملګرو ملتونو سرمنشي له ځانګړي استازي تدامیچي یماموتو سره د کابل پروسې د درېیمې ناستې په اړه، چې ټاکل شوې د روان میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۸ تر سره شي، بحث او خبرې کړې دي.

خبریال: روهید اندیشمند

Trending

Exit mobile version