تازه خبرونه

پاکستان دې دا ډاډ څرګند کړي، چې د طالبانو پر ځای له بلې ډلې ملاتړ نکوي- د ارګ سرچینې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په ارګ کې سرچینو ویلي، حکومتي مشرانو له زلمي خلیلزاد سره په خبرو کې دا غوښتنه کړې؛ پاکستان دې دا ډاډ ورکړي، چې د طالبانو پر ځای له بلې ډلې ملاتړ نکوي.

که څه هم پاکستان د سولې خبرو په پنځ( اوج) کې هم خپلې ځانګړې هڅې روانې ساتلي؛ خو د ارګ سرچینو څرګنده کړې؛ حکومتي مشرانو له زلمي خلیلزاد سره په لیدنو کې له هغه غوښتي: له طالبانو سره د سولې له هوکړې سره سم پاکستان باید ډاډ ورکړي، چې په افغانستان کې د طالبانو پر ځای له بلې ډلې ملاتړ نکوي.

دا سرچینې ټینګار کوي، چې دا غوښتنه حکومت له امریکایي چارواکو سره په واشنګټن کې هم شریکه کړې ده.

اجرائیه ریاست وایي، له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته باید د سیمې هیڅ هېواد په افغانستان کې له جنګیدونکیو ترهګرو ډلو ملاتړ ونکړي.

د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال امید میثم زیاته کړې؛ ټول هېوادونه دې ګډ دریځ خپل کړي او د همغږۍ له مخې دې نه پریږدي، چې یو ځل بیا ترهګرې ډلې د افغانستان امنی او ثبات ته زیان ورسوي.           

دا اندېښنې اوس هم شته، چې که د سولې هوکړه کیږي؛ نو په افغانستان کې دې د جګړې د بیا پیل مخه ونیول شي. هغه هم د نورو ترهګرو لکه جیش محمد، لشکر طیبه او نورو تر چتر لاندې.

په هند کې د افغانستان پخوانی سفیر او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند شیدا محمد ابدالي ویلي، چې پاکستان په افغانستان کې جګړه غزولې او د بېلابېلو ډلو لخوا یې بې ثباتي وینو. د سولې بهیر باید ملي شي او په دې اړه د ګاونډ هېوادونو په غوښتنه پرېکړه ونشي.       

که څه هم امریکا له طالبانو سره په خبرو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مسودې او دا، چې افغانستان بیا نړۍ ته ګواښ نه وي؛ خبرې کړي، خو اوس هم افغانستان په دې لټه کې دی، چې له پاکستان څخه دا ډاډ اخیستل هم د سولې خبرو په اجندا کې ځای ونیول شي.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وایي؛ امریکا ژمنه کړې، چې له سولې عالی شورا او سولې بهیر سره ګډ ګامونه پورته کوي او په راتلونکیو میاشتو کې به له طالبانو سره د خبرو د پیل لیدونکي شو.                

مخکې په ځلونو د پاکستان لومړي وزیر د طالبانو په حضور کې د لنډ مهالې ادارې د جوړیدو غوښتنه کړې وه او پاکستان غواړي، چې د افغانستان په راتلوونکي سیاسي جوړښت کې خپل لید لوری ولري؛ خو کابل دا غوښتنه د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه بولي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version