تازه خبرونه
پاکستان ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال سفر
د هېواد بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي؛ په پام کې ده، چې دغه پلاوی د پاکستان له لوړپوړيو چارواکو سره وګوري.
د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان او پاکستان د عمل پلان سند په عملي برخو کې د پرمختګونو او ګډو همکاریو په اړه به یوه ناسته نن تر سره شي. دغه راز به د سولې او پیوستون په اړه د دواړو حکومتونو د پېنځه کمیتو( سیاسي، نظامي، استخباراتي، اقتصادي او کډوالۍ) پر همکاریو او پرمختګونو هم بحث او خبرې وشي.
د سولې او پیوستون په اړه د افغانستان او پاکستان د عمل سند لومړنۍ ناسته د ۲۰۱۸ کال د جولای پر ۲۲ په کابل کې جوړه شوې او له هغې وروسته په کابل او اسلام آباد کې پېنځه کاري کمیتې د دغه سند له مخې د دواړو هېوادونو پرمختګونه او د همکاریو څرنګوالی څاري او په دې اړه ناستې تر سره کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د چنګاښ پر ۶ به د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان په بلنه افغان ولسمشر اشرف غني هم د یو پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړي.