تازه خبرونه
پاکستان د تورخم لویه لار څلیریشت ساعته پرانستې پریږدي
پاکستانيو مسوولینو ویلي، سر له دوشنې( د وږي ۱۱/ د سیپتمبر ۲) به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لار په ازمايښتي بڼه شپه او ورځ پرانستې پریږدي او خلک به کولي شي پرې تګ راتګ وکړي؛ خو ویزې ته به بیا هم اړتیا وي.
د خیبر پښتونخوا ایالت چارواکي څرګندوي؛ لومړی وزیرعمران خان به یوه یا درې اوونۍ وروسته د دې لارې د منظم او اوږد مهاله خلاصیدو لپاره غونډه وکړي.
د افغانستان د صنعت او سو داګرۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې د تورخم دروازې ۲۴ ساعته پرا نستل کیدل به د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکي پراخې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رساه وایي، چې مونږه له پخوا څخه له ټولو ګاونډ هېوادونو غوښتي، چې د اقتصادي پراختیا لپاره باید ښې سوداګریزې اړیکې ولرو.
د هېواد خصوصی سکتورغړيو هم ويلي، چې د تورخم پرانستل کیدل کولي شي د دواړو هېوادونو د خلکو او سوداګرو لپاره اقتصادي آسانتیاوې رامنځ ته کړي.
سخې د صنعت اوکانونو خونې مرستیال احمدي پیمان وایي، چې مونږ د پاکستان له دغه پورته شوي ګامه هرکلي کوو؛ خو هیله ده، چې دا ځل دا پرانستل کیدل د تېر په څېر وخت ناوخت بندیدل ونلري.
دغه راز د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان آقا نوید وایي، چې د تورخم دوامداره پرانستل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا لامل شي.
د اقتصا دي چارو یو شمېر کار پوهانو څرګنده کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اقتصادي اړیکې به د دواړه هېوادونو ترمنځ شته اقتصادي ستونزي حل کړي.
د پوهنتون استاد سید قیاس سعیدي وایي؛ د پاکستان حکومت باید له افغانستان سره خپلې اقتصادي اړیکي ښې کړي، چې له دې لاري خپل اقتصادي بحران حل کړي او په دې کې د دواړو هېوادونو لپاره ګټه ده.
د افغانستان حکومت ويلي، له پاکستان سره د سوداګرۍ د پراختیا غوښتنه کوي؛ خو دوی اوس ټولې هغه لارې ځانته پرانستي، چې کولی شي له دې لارو خپل صادرات د نړۍ بازارونو ته ورسوي.
خبریال: اسلم حجاب