تازه خبرونه
پاکستان د دیورند کرښې په اوږدو کې څلور نورې دروازې جوړوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د پاکستان حکومت وایي، د دهشتګرو د څارنې لپاره د دیورند کرښې په اوږدو کې د څلور نویو دروازو پر جوړولو غور کوو.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر بلیغ الرحمان د دغه هېواد مشرانو جرګې ته ویلي، چې دا څلور دروازې به په شمالي او جنوبي وزیرستان او د کرمې او مومندو ایجنسیو کې جوړې شي.
دغه راز رحمان زیاته کړې، چې پر دغې کرښې د تورخم او چمن جوړې دروازې به هم تر ۲۰۲۰ کاله پر نویو وسایلو مجهزې شي.
د تېر ۲۰۱۶ کال په جون میاشت کې د تورخم د دروازې د جوړولو پرمهال افغان او پاکستانيو ځواکونو نښته وکړه، چې دواړو خواوو ته ځاني او مالي زیانونه ورسیدل.
افغانستان د دغه هېواد دا کار د ملګرو ملتونو له قانون څخه سرغړونه بولي او ویل کیږي، چې که په دې اړه سپیناوی ونشي ؛ بیا به هم د ورته نښتو وېره په ځای وي.