تازه خبرونه

پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې هڅې محدودې کړې ندي- امریکا

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل خپور شوي کلني راپور کې څرګنده کړې، چې اسلام آباد د پاکستان په خاوره کې د طالبانو، لښکر طیبه، جیش محمد او حقاني شبکې هڅې محدودې کړې ندي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه د خپل کلني راپور په یوه برخه کې طالبانو، حقاني شبکي، القاعده، لښکر طیبه او جیش محمد هڅې څېړلي او په ډاګه کوي، چې که څه هم افغانستان د سولې د سیاسي بهیر ملاتړ کړی؛ خو د پاکستان په خاوره کې د طالبانو او حقاني شبکي هڅې، چې په افغانستان کې خونړي بریدونه تر سره کوي محدود شوي ندي.

 د دې وزارت کلنی راپور ښیي، چې پاکستان د لښکر طیبه او جیش محمد ‌ډلو د هڅو په محدودولو کې هم ناکام دی.

په ولسي جرګه کې د کابل استازي رمضان بشر دوست په دې اړه ویلي، چې ولې یې مخه نه نیسي. که امریکا په رښتیا وغواړي، چې اسلام آباد، مسکو او تهران افغانستان ته جنګیالي راونه لیږي؛ مخنیوی یې کولی شي.  

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راز څرګنده کړې، چې د ایران له ملاتړ برخمنه القاعده شبکه افغانستان اوسوریې ته جنګیالي او پیسې لیږي؛ خو ایران تل دا تورونه رد کړي دي.

د مشرانو جرګې غړي امان الله عظیمي ویلي، چې امریکا، پاکستان او ایران د افغانستان په ټولو مسایو کې ښکېل دي؛ خو دا هم جالبه ده، چې امریکا وایي: ایران او پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه کوي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د امریکا بهرنیو چارو وزارت تازه راپور ته په نغوته(اشاره) کې څرګنده کړې، چې دا راپور له طالبانو څخه د اسلام آباد ملاتړ تائیدوې او ښکاري، چې پاکستان د دیورند کرښې په اوږدو کې د طالبانو پر تګ راتګ بندیز نه لګوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د القاعده شبکې د مشرانو پاتې شونې اوس هم په افغانستان، پاکستان، سوریې او منځني ختیځ کې هڅې کوي او د ترهګرو سیمه ییزو ډلو په ۲۰۱۸ کال کې هېوادونه وګواښل.

Trending

Exit mobile version