تازه خبرونه
پاکستان په کابل کې د بېوسه حکومت په هڅه کې دی- د امریکا د کانګریس څېړنه
د امریکا د کانګریس د څېړنیز مرکز په نوي راپور کې څرګنده شوې، چې پاکستان د افغانستان د ستراتیژیک ګاونډ حکومت په توګه له اوږدو کلونو راپدیخوا په افغانستان کې منفي رول لوبولی دی.
یاد راپور ښیي، چې پاکستانيو ځواکونو د افغانستان د امنیت د ګډوډولو په خاطر له ترهګرو ډلو په ځانګړي توګه حقاني شبکې او طالبانو سره نږدې اړیکې پاللي دي.
په راپور کې څرګنده شوې، چې په افغانستان کې د هند دیپلوماتیک او سوداګریز حضور آسلام آباد ته د منلو نه دی.
په راپور کې دا ټینګار هم راغلیو چې پاکستان په افغانستان کې دهند د هڅو د مخنیوي لپاره له طالبانو سره نږدې اړیکې پاللي دي. په افغانستان کې د هند فعال دیپلوماتیک او سوداګریز رول او له دې چارې د امریکا او لویدیځ ملاتړ پاکستان ډېر اندېښمن کړی دی.
د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي ویلي؛ د پاکستان برلاسې دیپلوماسۍ امریکا اړ کړه، چې راپور پرې جوړ او په دې اړه د افغان حکومت بېوسي په ډاګه شي.
له ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه حقاني شبکې او طالبانو سره د پاکستانيو ځواکونو اړیکې هغه برخې دي، چې په دې راپور کې ورته نغوته شوې ده.
په دې راپور کې د افغانستان په ځینو برخو کې د طالبانو د حاکمیت پر پراختیا خبرداری ورکړ شوی او ټینګار کوي، چې پاکستان پر افغان طالبانو پراخ نفوذ لري.
سیاسي هڅاند رحمت الله بیژنپور ویلي، چې امریکا د پاکستان د هڅو پوړوړې ده او له همدې کبله دا حکومت، چې په افغانستان کې هر څه وغواړي تر سره کولي یې شي.
د امریکا د کانګریس دغه راپور د کابل او اسلام آباد تر منځ په اړیکو کې د ترینګلتیا له پراختیا سره جوخت خپور شوی دی. د دغو حکومتونو تر منځ اړیکې یو ځل بیا هغه مهال خرابې شوې، چې په کابل کې پاکستانيو دیپلوماتانو د امنیتي ګواښونو ادعا وکړه او په اسلام آباد کې د آی اس آی لخوا د افغان سفیر احضار یې اړیکې نورې هم اغېزمنې کړې.