تازه خبرونه
پاکستان به د لارو پر تړل کیدو سوداګر زیانمن کړي
د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین وايي، پاکستان پرته له دې، چې افغان لوري ته خبر ورکړي؛ د تورخم دروازه تړلې او د افغان سوداګرو سلګونه موتر ترکاري او نور کرنیز صادریدونکي توکي په لار کې بند پاتي دي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده ویلي؛ تېره پنجشنبه د پاکستان لخوا لومړی د واګې بندر د افغانانو پر مخ وتړل شو او اوس تورخم تړل شوی، چ دا کار د دواړو حکومتونو سوداګر بیامنوي.
نوموړي ویلي، چې افغان حکومت باید دغه ستونزه حل کړي.
د کرني او مالدارۍ وزارت مسوولینو ویلي، په روان کال کې ۲۳۱ زره متریک ټنه پیاز تولید شوي دي.
د تورخم بندر د سې شنبې پرشپه د ناڅرګندو دلایلو له کبله د افغان صادراتو پر مخ وتړل شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.