تازه خبرونه

پاکستان د افغان سوداګرو پر صاداراتو د محدودیتونو لګول رد کړل

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲, ۱۳۹۸)

پاکستان په ډاګه کړې، چې هېواد یې د افغانستان پر صادراتي کالیو هیڅ راز تازه محدودیتونه ندي لګولي.

په کابل کې د پاکستان سفارت د چارشنبې پر ورځ/ د سلواغې پر ۲ څرګنده کړې، چې پاکستان د افغان سوداګرو پر صاداراتو محدودیتونه ندی لګولي؛ خو غواړي، چې د افغانستان د صادراتو لپاره د نویو آسانتیاوو رامنځته کول روان وساتي.

د سفارت په اعلامیه کې راغلي، چې په ۲۰۱۹ کال کې پاکستان ته د افغانستان صادرات د تېر کال پر پرتله ۱۹ سلنه ډېر شوي دي.

د پاکستان سفارت زیاته کړې، چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیت سوداګریزې هوکړې  ته ژمن دی.

څو ورځې مخکې د سوداګرۍ خونې چارواکو ویلي وه، چې اسلام آباد د نوي کال له اپریله د افغانستان پر هغو صادراتي توکو نوی بندیز لګولی، چې په کانتینرونو کې نه لیږدول کیږي.

د پاکستان سفارت په دې اړه ویلي؛ ترانزیتي توکي، چې په کانتینرونو یا پرانستو لاریوو کې له نړیوالو معیارونو سره سم لیږدول کیږي باید کشفي وسیلې او مهرونه یې خونديوب ډاډمن کړي.

افغانستان خپل زیاتره سوداګریز توکي د پاکستان له واګه او کراچۍ بندرونو څخه سویلي آسیا ته لیږدوي.
د یادونې ده، چې چین له څه وخت راپدیخوا د پاکستان په سویلي سواحلو کې د ګوادر بندر ګټې اخیستنې ته پرانستی او له دې لارې د افغانستان او چین سوداګریز ترانزیت پیل شوی دی.

Trending

Exit mobile version