تازه خبرونه
پاکستان په افغانستان کې د سولې له بهیره د ملاتړ ژمنه وکړه
په کابل کې د پاکستان سفیر څرګنده کړې، چې حکومت یې په افغانستان کې د سولې د رامنځته کیدو لپاره له هرې رښتینې هڅې ملاتړ کوي.
په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله ویلي؛ ترهګري د افغانستان او پاکستان لپاره یوه ګډه ننګونه ده او دواړه هېوادونه باید په دې اړه هر اړخیزه همکاري وکړي.
نوموړي د پاکستان په سفارت کې د کشمیر له خلکو سره د پیوستون د ورځي په ویاړ، چې د هند تر ولکې لاندې دي؛ د خپلې وینا په یوه برخه کې په ډاګه کړې: په افغانستان کې سوله د سیمې د ټولو هېوادونو په ځانګړي توګه د پاکیستان په ګټه ده.
هغه ویلي؛ پاکستان د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی او په دې هېواد کې د سولې رامنځته کیدو لپاره له هیڅ راز هڅو ډډه نکوي.
پاکستان د امریکا او طالبانو د سولې په اوسنیو خبرو کې له ارزښتمنو هڅو برخمن پاتې دی او امریکا هم د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان هڅې بریالۍ او بنسټیزې بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د پاکستان سفیر ویلي؛ دوی ته د افغانستان سوله ارزښت لري.
زاهد نصرالله وایي: د افغانستان خلک له اوږدې جګړې ستړي شوي او مونږ د دې هېواد له سولې ملاتړ کوو.
د سیاسي شنونکیو د څرګندونو له مخې؛ سوله او ثبات په افغانستان او سیمه کې د پاکستان په همکارۍ خوندي کیدی شي او دوی باید په دې اړه رښتینې هڅې تر سره کړي.
داسې انګېرنې هم شته که له هند سره د کشمیر ير سر ناندرې راپورته شي؛ امریکا به له پاکستان څخه ملاتړ وکړي. پرته له دې د افغانستان له سولې د پاکستان د ملاتړ لرلید به تت وي.