تازه خبرونه

پاکستان په افغانستان کې د هند نفوذ کمولو په موخه له ترهګرو ملاتړ کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د پوځ دفاعي استخباراتو رییس وایي؛ پاکستان په افغانستان کې د هند نفوذ د راکمولو   په موخه له ترهګرو ملاتړ کوي او تر هغې، چې افغانستان له هند سره نږدې اړیکې ولري، په دې هېواد کې سوله او امنیت نه شي ټینګیدای.

د امریکا د پوځ دفاعي استخباراتو رییس جنرال وینسنت استوارت د هغه هېواد مشرانو جرګې ته ویلي، چې پاکستان له ترهګرو ډلو څخه د ګټې اخیستو په موخه په افغانستان کې د هند د نفوذ کمولو په هڅه کې دی.

پاکستانیان خپلې ټولې امنیتي ستونزې د هند د ګواښونو له دوربینه د دې هېواد پر ضد ګوري او له همدې امله، هغوی خپل سوداګریز سازمانونه تر خپلې څارنې لاندې راوستي، چې که افغانستان هند ته نږدې شي؛ نور به په دې هېواد کې امنیت شتون ونه لري.

د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې رییس دان کوتز وایي؛ د امریکا په نوې تګلاره کې، چې د افغانستان په هکله جوړیدونکې ده، باید په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې هم په پام کې ونیول شي.

د دان کوتز د څرګندونو له مخې؛ له پاکستان سره د همکاریو څرنګوالی، چې ترهګرو ډلو ته پناه ورکوي، د افغانستان په اړه د نوې تګلارې په ترسیم کې ډېر مهم کار دی؛ ځکه دا حالت ډېر د اندېښنې وړ دی او دغه ډلې په افغانستان کې زمونږ پر سرتېرو هم بریدونه کوي.

د هند لومړي وزیر د آلمان له لومړۍ وزیرې سره په لیدنه کې د سولې د ټینګښت لپاره د افغان حکومت هڅې وستایلې. دواړو مشرانو  دغه راز د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو  ملاتړ هم کړی دی.

آلمان د امریکا د دې غوښتنې په ځواب کې، چې افغانستان ته نور سرتېري ولیږي؛ ویلي، چې لیواله نه ده، چې خپل سرتېري افغانستان کې ډېر کړي.

آلمان دا مهال اته سوه پنځوس سرتېري لري، چې زیاتره یې په شمال کې د افغان ځواکونو پر روزنه بوخت دي.

Trending

Exit mobile version