سوداگري

پاک – افغان چارواکو د افغان ترانس پر تخنیکي مطالعې خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۴, ۱۴۰۱)

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ریيس ملا بخت الرحمن شرافت پاکستان ته په خپل سفر کې د اوسپنې پټلۍ له مرستيال ظفر زمان رانجا سره د افغان ترانس پر تخنیکي برخو او د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو خبرې وکړې.

په دې کتنه کې ملا بخت الرحمن شرافت ویلي، چې افغانستان د افغان ترانس اوسپنې پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د پاکستان د اوسپنې پټلۍ مرستيال ظفر زمان رانجا د دغې پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو لپاره د چمتووالي د اعلانولو ترڅنګ ویلي، چې پاکستان او ازبکستان د تخنیکي مطالعاتو د لګښتونو د ورکړې په اړه ګډه ژمنه لري.

د افغان ترانس اوسپنې پټلۍ له مزارشریف ښار څخه پیل او په تورخم کې پای ته رسېږي.

د اوسپنې دا پټلۍ د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا له جنوبي آسیا سره نښلوي.

Trending

Exit mobile version