تازه خبرونه

پایوازانې په ګیډو کې زندان ته نشه يي توکي لیږدوي-کوهستانی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزارت د توقیف خونو ريیس وايي، چې د زندانیانو پایوازانې په ګیډو کې زندان ته نشه يي توکي لیږدوي.

په زندانونو کې د ننه د نشه يي توکو کار و بار او کارول څه نوې خبره نده.

د کورنیو چارو وزارت د توقیف خونو رييس عبدالحلیم کوهستانی وایي، چې ځينې پایوازانې په ګیډو کې نشه يي توکي زندان ته لیږدوي.

نوموړی زیاتوي؛ مونږ د روان لمریز کال په تېرو درې لومړنیو میاشتو کې د ۳۷ هغو ښځو بوږنوونکی شمېر لرو، چې په ګیډو کې یې نشه یي توکي زندان ته دننه کړي دي.

هغه دا هم ویلي، چې  د پلټنې، ساتنې او لیږدونې د پرمختلليو وسایلو د نشتوالي له کبله پایوازن سم نه پلټل کیږي؛ نو، ځکه زنداني کسانو ته نشه يي توکي رسیږي.

د کورنیو چارو وزارت د تفتیش رييس عبدال ضیا کوهستاني د زندانونو د افسرانو یوه سمینار ته د خبرو پر مهال وویل،  چې د زندانونو د ستونزو د هواري لپاره هلې ځلې روانې دي.

نوموړي زیاتوي؛ که مو بشپړ مخنیوی ونشو کړای، څه نا څه مخه به یې ونیول شي.

په افغانستان کې شاوخوا دېرش زره بېلا بیل مجرمین په زندانونو کې ساتل کیږي؛ خو له زندانونو څخه وخت ناوخته  د ستونزو او مشکلاتو غږونه اوچتیږي.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version