تازه خبرونه

پخلاینې ته د رسیدو لپاره، له طالبانو سره د خبرو دوام مهم دی-د ناتو سرمنشي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ناتو سرمنشي ویلي، بهرني ځواکونه په افغانستان کې د دې لپاره شتون لري، چې د سولې خبرو شرایط برابر شي او دوی له اړتیا ډېر په افغانستان کې نه پاتې کیږي.

د ناټو سرمنشي له یوې امریکایي رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي؛ بهرني ځواکونه به په افغانستان کې له اړتیا ډېر پاتې نشي.

نوموړی طالبانو ته خبرداری ورکوي، چې د جګړو له لارې نشي بریالي کیدای او د جګړو د پای لپاره باید خبرې اترې او رښتینې پخلاینه په مخ کې ونیسي.

هغه وایي؛ مونږ ونه کړای شول، چې له طالبانو سره یوه جوجاړي ته ورسیږو، خو زه په جدي ډول باور لرم، چې یوې پایلې ته د رسیدو لپاره باید خبرو ته دوام ورکړو او طالبان هم باید د رښتینې پخلاینې لپاره علاقه وښیي. بیا کیدای شي، چې دا په افغانستان کې د ناتو او امریکایي ځواکونو د حضور د کموالی سبب شي.

نوموړی دا راز ټینګار کوي چې که طالبان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه لري، باید د سولې په خبرو کې رښتیني ووسي.

د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ ویلي؛… له اړتیا به ډېر هلته حضور ونلرو او حضور مو په افغانستان کې یوازې د سیاسي حل لارې د موندلو لپاره دی. طالبان باید پوه شي، چې هغوی د جګړې په میدانونو کې بریالي کیدای نشي او باید د خبرو میز ته حاضر شي او رښتینې پخلاینه وکړي.”

د ناتو د سرمنشي په خبره د یوې سیاسي حل لارې د پیدا کیدو او یوې پایلې ته د رسیدو لپاره باید له طالبانو سره مذاکرات دوام وکړي.

د ناتو دا جګپوړی غړی دا راز ټینګار کوي تر هغې به په افغانستان کې پاتې وي او ډاډمن به شي، چې دا هېواد بیا د ترهګرو په امن پناه ځای وانوړي.

هغه دا هم ویلي؛ مونږ غواړو افغانستان ووینو، چې یوځل بیا د  نړیوالو ترهګرو په خوندی مرکز بدل نشي او هلته زمونږ د حضور دلیل دا دی، چې د سپتمبر د ۱۱ په څیر ورته برید تکرار نشي؛ ځکه افغانستان د یوې نقشې په توګه د ناتو د متحدینو پر ضد  کارول کیږي.

په دې ورځو کې د امریکا او طالبانو د خبرو د بیا پیل زمزمې زیاتې اوریدل کیږي. تر دې بریده، چې د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي اسامبلۍ  د ناستې په څنډو کې له طالبانو سره د خبرو بیا پیل رد نکړ.

Trending

Exit mobile version