تازه خبرونه

پخواني سیاسي مشران د تېرو تېروتنو د تکرار هڅه کوي – زلمی خلیلزاد

هغه ټینګار کړی، چې دا ناسته د پاکستان د استخباراتو تر چتر لاندې جوړیږي؛ ځکه، نو “په لیدلوري کې بنسټیز بدلون اړین دی.”

Published

on

زلمي خلیلزاد ټینګار کړی، چې د افغانستان د پخوانیو سیاسي مشرانو ناسته د پاکستان د استخباراتو تر چتر لاندې جوړیږي؛ ځکه، نو “په لیدلوري کې بنسټیز بدلون اړین دی.”
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هېواد د خپلواکۍ دوسلو شپږمې کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې څرګنده کړې، چې پخواني مشران او سیاسي څېرې هڅه کوي، چې پخواني امتیازات بېرته ترلاسه کړي، چې پر باور یې د تېرو تېروتنو د تکرار پایله به ولري.

خلیلزاد د سې‌شنبې پر ورځ (د زمري اته‌ویشتمه) په ایکس پاڼه کې ولیکل: “پخواني مشران او سیاسي څېرې، چې په تېرو دوه‌لسیزو کې یې ستر فرصتونه له لاسه ورکړي؛ اوس د خپلو تېرو تېروتنو د تکرار او د خپلو تېرو امتیازاتو د بېرته ترلاسه کولو لپاره د یوې لارې په لټه کې دي.”

هغه ټینګار کړی، چې دا ناسته د پاکستان د استخباراتو تر چتر لاندې جوړیږي؛ ځکه، نو “په لیدلوري کې بنسټیز بدلون اړین دی.”

هغه څرګنده کړې؛ له څو لسیزو وروسته افغانستان د امنیت، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې او د بېخبنایي پروژو د پلي کولو په برخو کې نسبي پرمختګ لیدلی؛ خو(یوشمېر) خلک اوس هم له اقتصادي بحران او له زده‌کړو او کار څخه د ښځو او نجونو له بې برخې کېدو له ستونزو سره مخ دي.

خلیلزاد په دې وروستیو کې د پاکستان پر کوربتوب د افغان سیاستوالو او مدني فعالانو پر غونډه نیوکه کړې او دا یې یوه بې ګټې هڅه یاده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په اسلام‌آباد کې د سیاسي اندتون مشرې ماریه وایي: موخه سوله ده، نه له اسلامي امارت سره مخالفت.

Trending

Exit mobile version