تازه خبرونه

پخواني ولسمشر حامد کرزي د هند د پوځي همکاریو د پیاوړتیا غوښته کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغانستان سره د هند د پوځي همکاریو د پیاوړتیا غوښته کړې ده.

حامد کرزي هندي رسنیو ته ویلي،چې نوی ډیلی د افغانستان پر اړتیاوو او د افغان ځواکونو پر وضعیت ښه پوهیږي او د افغان دفاعي ځواکونو د قابلیتونو په پیاوړتیا کې باید له احتیاط کار وانخلي.

حامد کرزی وایي،چې په افغانستان کې د هندي سرتېرو د ځای پر ځای کیدو غوښتونکی نه دی؛خو له نوي ډیلي غواړي،چې د سولې د راوستو او ثبات د پیاوړتیا له پاره له افغان ځواکونو سره د پوځي تجهیزاتو مرسته وکړي.

حامد کرزی وایي؛د ولسمشرۍ په دوره کې یې امریکا د هند د پوځي تجهیزاتو د مرستې مخه نیوله.کرزی له هند غواړي،چې له افغانستان سره خپلې پوځي مرستې ډیرې کړي. هند تر اوسه افغانستان ته څلور ام آی پېنځه ویشت چورلکې ورکړي؛خو کرزی دا کافي نه بولي.

هند باید د افغانستان د پوځي اړتیاو د برابرولو له پاره له زړورتیا کارواخلياو له افغانستان خپل ملاتړ پیاوړی کړي.

وروسته له دې،چې د هند لومړي وزیر د پاکستان له بلو‎څانو دفاع وکړه او ویې ویل،چې په پاکستان کې به د هغوید ځپلو مساله په نړیواله کچه مطرح کړي، کرزي د هغه له خبرو ملاتړ وکړ او د افغانستان د بې ثباتي منشا بلوڅستان بولي.

هند په سیمه کې د بې ثباتي پر زیاتوالي او د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه لري.

بلوڅستان زمونږ له پاره لیرې مساله نه ده، د افغانستان بې ثباتي ور سره تړلې. خلک په بلوڅستان کې له ترهګرو،چې په دولتي جوړښتونو کې ترویج شوي، ډېر کړیږي.

کرزی امریکا تورنوي،چې په تېرو کې یې له پاکستان ملاتړ کړی دی.

نوموړيد ناتو د غوڅ ملاتړ د ماموریت د قومندان جنرال جان نیکلسون له وروستۍ غوښتنې هرکلی کړی دی. هغه له هند غوښتي وه،چې له افغانستان سره پوځي مرستې وکړي.

حامد کرزی وایي،چې هند باید له افغانستان سره همکاریو کې له چا اجازه وانخلي او د نورو په نظریاتو هم غوږ ونه ګروي.

دا په داسې حال کې ده، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي له دې مخکې د پاکستان په خوا کې دریدل غوره ګڼلي وه.

Trending

Exit mobile version