تازه خبرونه
پخوانی طالب چارواکی د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر وټاکل شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ولسمشر په حکم کې راغلي، چې: د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې له مخې د ارشاد، حج او اوقافو وزرات د سرپرست په توګه د ښاغلی مولوي عبدالحکیم منیب ټاکنه منظوره ده.
دغه راز ولسمشرۍ په پارلماني چارو کې د دولت له وزیره غوښتي، چې نوموړی د اساسي قانون د ۹۱ مادی د ۳ بند له مخې د تائید لپاره ولسي جرګې ته وروپېژني.
عبدالحکيم منيت د طالبانو د واکمني پرمهال د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د مرستيال په توګه دنده ترسره کړې ده.
له ده مخکې د ارشاد، حج او اوقافو د وزیر په توګه ښاغلي هیض محمد عثماني کاروه.