تازه خبرونه

پخوانی ولسمشر مجددی په کابل کې خاورو ته سپارل کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

پخوانی ولسمشر او د ملي نجات جبهې جهادي رهبر د ۹۳ کلونو په عمر تېره ورځ له ورپېښې ناروغې له کبله په کابل کې ومړ او سبا چارشنبه( د سلواغې ۲۴) به په کابل کې خاورو ته وسپارل شي.

د ملي نجات جبهې او د ارواښاد کورنۍ په ډاګه کړې، چې د ارواښاد حضرت صبغت الله مجددي د جنازې لمونځ سبا ( چارشنبه د سلواغې ۲۴/ د فبرورۍ ۱۳) د کابل په غازي لوبغالي کې ادا او بیا په خپله کورنۍ ادیره کې خاورو ته سپارل کیږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سبا( چارشنبه د سلواغې ۲۴) عمومي رخصتي اعلام کړې ده.

ارواښاد حضرت صبغت الله مجددي د ۱۳۵۷ ل. ل کال د غویي له کودتا وروسته پاکستان ته ولاړ او د وخت د حکومت په وړاندې یې د ملي نجات جبهه جوړه او خپلې سیاسي او وسلوالې هڅې یې پیل کړې.  

حضرت صبغت الله مجددي پر دیارلس سوه پېنځم لمریز کال په یوه روحاني کورنۍ کې وزیږید او د پخوانیو جهادي رهبرانو تر منځ منځلاری یادیده. صبغت الله مجددي د مجاهدینو د بریا پر مهال له دیارلس سوه اته شپیته ـ نهه شپیته پورې د افغانستان د اسلامي دولت د رييس په توګه دنده پرمخ یوړه؛ خو د مجاهدینو د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته پاکستان ته ولاړ او په دوه زره لومړي کال بیرته کابل ته راستون شو.

ولسمشر محمد اشرف غني  وایي، چې صبغت الله مجددي د یوه سوله خوښوونکي په توګه د اساسي قانون په لویه جرګه کې او د هېواد د یو لړ ستونزو په اوارۍ کې یې د یادونې وړ هڅې ترسره کړې.

صبعت الله مجددي د بن په غونډه کې ګډون وکړ او د هېواد په سیاسي تحولاتو کې یې مهم رول ولوباوه. صبغت الله مجددی له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون پر لاسلیک ډېر ټينګار کاوه؛ خو هغه وخت ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیک څخه ډډه وکړه.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ویلي، چې ارواښاد حضرت صبغت الله مجددي د افغانستان د معاصر تاریخ یوه اغېزمنه سیاسي او مذهبي څېره وه، چې د هېواد په وروستیو بدلونونو کې یې پراخ لاس درلود.

اجرايي رييس زیاتوي؛ نوموړي ۷ لسیزې د افغانستان د خلکو ارمانونو ته کار وکړ او د عمر تر پایه د خلکو د هوساینې په فکر کې و.

حضرت صبغت الله مجددي په دوه زره درې میلادي کال د افغانستان د اساسي قانون د لویې جرګې ریاست په غاړه درلوده او د سولې د ټينګښت د کمیسیون دنده یې هم په مخ وړه. دغه راز د مشرانو جرګې رييس هم پاتې شوی او په وروستیو کې یې د جهادي او ملي ډلو د عالي شورا ریاست دنده پر مخ غاړه درلوده.

د صبغت الله مجددي زوی ذبیح الله مجددي وایي، چې ستره مبارزه یې تر سره کړه؛ سوله او هوساینه یې هیله وه او په وروستیو وختونو کې یې ویل، چې ټول عمر یې هېواد ته وقف کړ، خو جوړ نشو.

په کابل کې د ایران سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو د مجددي پر مړینه خواشینې ښودلې ده.

Trending

Exit mobile version