تازه خبرونه

پخپل قلم او څرګندونو د هېوادونو له اغېرمنولو ډډه وکړئ – امیر خان متقي

امیر خان متقي په دې مراسمو کې خبرداری ورکړی، چې دا ډول څرګندونې به نظام ته زیان ورسوي.

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۲, ۱۴۰۴

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي( سرپرست) د ډیپلوماسۍ له ځانګړو زدکړو څخه د یو شمېر دولتي کارمندانو د فراغت په مراسمو کې هغو ته سپارښتنه وکړه، چې پخپل قلم او څرګندونو د هېوادونو له اغېرمنولو ډډه وکړئ.  

امیر خان متقي په دې مراسمو کې خبرداری ورکړی، چې دا ډول څرګندونې به نظام ته زیان ورسوي.

هغه وایي: “هڅه وکړئ، چې له خپل قلم سره احتیاط وکړئ. له خپلې ژبې سره احتیاط وکړئ، چې نه مسلمان، نه ګاونډی، نه کوم هېواد ترې اغېزمن شي، نه نظام ته زیان ورسیږي او نه هم خپله زیان ووینئ. ځینې ​​وختونه داسې ګوزارونه کیږي، چې بېرته خپله همدې کس ته راګرځي. تاسې باید پدې اړه ډېر احتیاط وکړئ. هر څه، چې وایئ، باید فکر پرې وکړئ، چې آیا دا په اسلام کې جواز لري؟ “آیا بل مسلمان ته زیان نه رسوي؟”

امیر خان متقي همدارنګه ټینګار وکړ، چې که د ساینس په برخه کې بنسټیز ګامونه پورته نشي؛ افغانستان به پرمختګ ونکړي.

هغه وایي: “که مونږ د ساینس په ډګر کې پرمختګ ونکړو، که ځانونه پوه او خبر نکړو، که خواري ونکړو، که د نړۍ له اوضاع خبر نشو، که د خپل وطن پرنزاکتونو ونه‌پوهیږو، که د خپل تېر تاریخ په اړه پوه نشو؛ نشو کولی خپل راتلونکی جوړکړو. مونږ په خپل کور کې ډېر کار ته اړتیا لرو او هره برخه یو مسلکي کس ته اړتیا لري. که تاسې خپله ټوله کورنۍ راټوله کړئ؛ وبه نشئ کولی د یو پر تبې د اخته ماشوم درملنه وکړئ. تر هغې، چې ډاکټر ته ورنشئ. تاسې نشئ کولی یو ګروپ جوړ کړئ، جامې جوړې کړئ؛ ځکه، نو هر هنر خپل مسلکي کسان غواړي او دا ټولنه ورته اړتیا لري.”

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي په دې مراسمو کې له فارغانو وغوښتل، چې د خپلې علمي کچې د لوړولو لپاره هڅه وکړي او د افغانستان تېر بدلونونه او موجوده نزاکتونه له په پام کې نیولو سره د افغانستان راتلونکې د پرمختګ او ترقۍ پر لوري رهبري کړئ.

Trending

Exit mobile version