سیمه ییز خبرونه
پرمختلليو الوتكو او درندو وسلو ته اړتيا لرو- جنرال وردگ
د افغانستان ملي دفاع وزارت چارواكي واېي، چې:
په هېواد كې روانو شرايطو او نامنظمو جگړو ته په پاملرنه ملي پوځ په كافي درنو اوسپكو وسلو سمبال شوى؛ خو زياتوي، چې:
د گواښ او تېري د مخنيوي او دفاع لپاره تر دې زياتو او پرمختلليو وسلو ته اړتياده.
ملي دفاع وزيروايي، چې:
ډيورنډ كرښې ته نږدې به د حقاني شبكې او نورو هغو وسله والو پر ضد، چې د پاكستان او افغانستان لپاره خطرناك دي، عمليات پيل كړي.
د آريانا ټلويزيون خبريال عبدالعزيز كريمي په رپوټ كې راغلي ، چې:
يو شمېردرندې او سپكې وسلې او مهمات د نړيوالې ټولنېر او په ځانگړي توگه د امريكا لخوا افغان ځواكونو ته سپارل شوي.
د ملي دفاع وزيرعبدالرحيم وردگ د افغان ملي پوځ سره مرسته شوې وسلې او مهمات اوسنيو شرايطو ته په پام د قناعت وړگڼي، خو زياتوي، چې:
له بهرني يرغل سره د مقابلې لپاره نورو پرمختلليو الوتكو او درندو وسلو ته اړتيا موجوده ده.
جنرال وردگ څرگنده کړه، چې:
د امریکا له خوا دا تازه پوځي مرستې میلیارډونه ډالره ارزښت لري؛ خو ټینگار یې وکړ، چې د افغانستان له ملي اردو سره باید پوځي مرستې په ځانگړي توگه په هوایي برخه کې نورې هم زیاتې شي.
د جنرال وردگ په وينا:
د افغانستان په ختيځ كي ېې د حقاني شبكې او هغو وسله والو پر ضد له نړيوالو ځواكونو سره په گډه عمليات پيل كړي، چې د افغانستان او پاكستان لپاره ستونزې جوړوي.
له افغانستان امنیتي ځواکونو سره په ځانگړي توگه ملي اردو سره د امریکا د متحده ایالاتو دا تازه پوځي مرستې په داسې حال کې تر سره شوي، چې له وړاندې افغان ځواکونو ته د ځینو سیموامنیتي مسوولیتونه سپارل شوي او ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکې کې د يو شمېر نوروسیمو امنیتي چارې وسپارل شي .