تازه خبرونه
پروان پوهنتون ته د بيات بنياد د اته سوه ټوكو كتابونو مرسته ورسيده
له پوهنتونونو سره د بيات بنياد د كتابونو د مرستې بهير تېركال له كابل پوهنتون څخه د لوړو زدكړو د وزير او د بيات بنياد د لوى مشر انجنير احسان الله بيات په حضور پيل شو.
د همدې بهير په ترڅ كې د يكشنبې په ورځ(د وري۳۱) بيات بنياد د پروان له پوهنتون سره د اته سوه ټوكو كتابونو مرسته وكړه.
د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل وايي:
په دغو كتابونو كې ديني، علمي، ټولنيز، سياسي او ادبي كتابونه شامل دي.
هغه ژمنه وكړه، چې د پروان له پوهنتون سره به په نورو برخو كې هم مرسته وشي.
د پروان پوهنتون رييس پوهنمل عطامحمد پويا وايي:
پرته له دې، چې د پوهنتونونو ظرفيتونه په پام كې ونيول شي، محصلين معرفي كيږي، چې دا ستونزه ده.
هغه له نورو بنسټونو غوښتنه وكړه، چې د ستونزو په حل كې دې مرسته وكړي.
په پوهنتونونو او تحصيلي موسسو كې د كدرونو پر لږوالي سربېره كتابونه هم لږ دي او دا هغه ستونزه ده، چې زدكوونكي او ښوونكي ترې سرټكوي.