بلخ @ps
پروان کې یوسل و لس پراختیایی پروژې گټې اخیستو ته وسپارل شوې
د پروان والي محمد عاصم عاصم وایي، دغه پروژې په مرکز چاریکار او سالنگولسوالۍ کې عملي شوي، چې د سالنگ پر پروژه څه باندې پينځه ديرش میلیون دالر او د چاریکار پر پروژو ۱۵۳نیم میلیون افغانۍ لگښت شوی دی.
په دېپروژو کې استنادي دیوالونه، کلیوالي سړکونه، د ویالو جوړول، د اوبو رسولو شبکې، د څښاک د اوبو کیندنه، د اوبو ذخیرې او د ښوونځیو او پولگیو جوړول شامل دي.
د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر نصیر احمد درانی دغه پروژې د خلکو د ژوند په ښه کولو کې ډيرې مهمې گڼي.
په دېپروژو کې،چې له څو کلونو یې کارونه روان ول، شاوخوا ۱۳۷زره کسانو کار کړی دی.
دوه کاله مخکې د کلیو او پراختیا وزارت پردغو پروژو کار پیل کړی و. د دغو پروژو پیسې د وزارت د ملي پیوستون له پروگرام تمویل شوي او خلکو هم په کې یو څه ونډه اخیستې ده.
خبریاله : لیدا نیازۍ.