تازه خبرونه
پریږدئ، چې طالبان سیاسي ډګر ته راوړاندې شي
اجرائیه رییس د مارچ پر اتمه افغان ښځو ته په خطاب کې وویل، د سولې په خبرو کې به د ښځو حقونه خوندي وي؛ پریږدئ، چې طالبان سیاسي ډګر ته راوړاندې شي.
پدې شپو او ورځو کې یوځل بیا له وسلوالو طالبانو سره د سولې پر خبرو بحثونه تاوده شوي؛ خو د ښځو د حقونو فعالانې بیا اندېښمنې دي، چې په کې د تېرو څو کلونو لاسته راوړنې قرباني نشي.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د مارچ د اتمې یا د ښځو نړیوالې ورځې په نمانځونډه کې افغان ښځو ته وویل، چې د سولې په بهیر کې به د ښځو حقونه بشپړ خوندی وي او په دې اړه دې اندېښنه نه کوي.
هغه زیاتوي؛ پږدئ، چې طالبان له سیاسي ډګره، د جګړې په بندیدو او د خپلو پروګرامونو په وړاندې کولو له خلکو څومره رایه اخیستی شي؟
د هغه په وینا؛ په سوله کې به د ښځو حقونو خوندي وي او که یې طالبان د سولې پر مهال مخالفت وکړي، نو له سیاسي لارې به خلک رایه ورنکړي.
یوناما هم د سولې وروستۍ هڅې ستایلي او په دې بهیر کې یې د ښځو پر ونډې ټنیګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د ښځو پر رول، ونډې او برخې ټینګار کوي.
د یوناما استازی توبي لینزر ویلي، چې ملګري ملتونه طالبانو ته د افغان حکومت د سولې له وړاندیز او چوکات څخه ملاتړ کوي او هغه مهم بولي؛ خو یو ځل بیا ټینګار کوي، چې د سولې په هر ډول خبرو کې د ښځو رول د پاملرنې وړ او ډېر اړین دی.
د ولسي جرګې غړې هیلۍ ارشاد له مقاماتو غوښتنه کوي؛ حکومت دې د ښځو وړتیاوې بابېزه نه ګڼي او ښځو ته دې چانس ورکړي، چې د آزموینې له لارې پر دولتي څوکیو کار وکړي.
له څو کلونو راهیسې افغان حکومت او نړیوال متحدین یې هڅه کوي، چې طالبان د سولې خبرو ته را کاږي؛ خو طالبانو د افغان حکومت پر ځای له امریکا سره د مخامخ خبرو وړاندیز کړی.
خبریال: خلیل الرحمان امید